سرپول: ناټو ځواکونو شپږ ملکي وگړي وژلي
۱۳۹۰ فروردین ۱۶, سهشنبهد ناټو ځواکونو وياند ويلي چي ځواکونو يې د افغان ځواکونو سره په ګډه دغه عمليات تر سره کړي چي په نتيجه کي يې ۵ کسه وسله وال سړي وژلي دي چي لومړی يې پر موږ ډزي کړي. هغه ويلي چي د وژل سويو کسانو د شناخت په اړه پلټني پيل سوي دي.
دغه پيښه په داسي حال کي رامنځ ته سوې چي د ټول هيواد په کچه پر امريکا د يو کشيش لخوا د قرآن پاک د سوځولو له عمله خلک احساساتي سوي.
په تيرو څو ورځو کي ددغه پيښي د غندلو په خاطر په څو ښارونو کي خونړۍ مظاهرې سوي چي په نتيجه کي يې د ملگرو ملتونو د ۷ کارکوونکو په شمول ۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د سري پل والي انور رحمتي رويترس ته ويلي چي په دغه تالاشي کي ناټو ځواکونو ۴ تنه هم د ځانه سره بيولي دي، چي د لومړنيو معلوماتو له مخه د هغوی څخه پر۱ کس تن يې شک کيږي.
هغه زياته کړې چي « د ناټو ځواکونه د څرخي الوتکي څخه راکښته سوي ۶ بې گناه سړي يي وژلي او ۴ تنه يې د ځانه سره بيولي دي.» پيښه د هغه ولايت په صياد ولسوالي کي رامنځ ته سوې.
د ناټو ځواکونه وايي چي ددغه عملياتو څخه يې موخه د طالبانو لخوا دغه ولايت ته د ټاکل سوي والي په نښه کول وو، څوک چي په شمال کي د طالبانو د مهمو اشخاصو څخه شميرل کيږي.
په افغانستان کي مېشت ناټو ځواکونه وايي چي دغه کس د ځانمرگي بريدونو روزنيز کمپونه او د نورو هيوادو څخه جنگيالي افغانستان ته راولي.
په عيني وخت کي چارواکو خبر ورکړی چي په کندز ولايت کي يې دوه ځانمرگي بريد کوونکي نيولي دي.
د ځايي پوليسو مشر سميع الله قطر يو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چي۱۵کلن فريد احمد او ۱۹ کلن نادر شاه دواړه کسان په تيرو ۲ ورځو کي جلا جلا نيول سوي دي.
هغه زياته کړه ملا عبدالستار، چا چي نوموړي کسان د پاکستان څخه راوستي وو هم د پوليس لخوا نيول سوی دی. دغه دواړو ته د پاکستان په يوه قبايلي سيمه کي د ځانمرگي بريدونو روزنه ورکړل سوې.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل