سرچينې: افغانستان او پاکستان په سعودي کي د سولي خبري کړي
۱۴۰۴ آذر ۱۲, چهارشنبه
که څه هم د جنوبي آسيا دغه دواړه هيوادونه د سولي موافقې ته په رسېدو کي پاته راغلي دي، په اکتوبر مياشت کي تر مرګونو سرحدي نښتو وروسته د قطر او ترکيې په منځکړيتوب نافذ سوی اوربند په وروستيو اونيو کي پلی سوی.
درو افغان او دوو پاکستاني چارواکو چي يو يې په استانبول کي مېشت دی، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي تازه خبري اتري په سعودي عربستان کي سوي دي.
هغوی ويلي دي چي دواړو خواوو پر اوربند ساتلو موافقه وکړه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، د هغه هيواد پوځ، د افغان طالبانو وياند او د سعودي عربستان حکومت د دغو خبرو په اړه د رويترز پوښتني ته جواب نه دی ورکړی.
د افغان طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي دي چي دغه خبري اتري د سعودي عربستان په نوښت سوي دي او زياته يې کړه: «موږ د مثبتي پايلي ترلاسه کولو له پاره نورو غونډو ته چمتو يوو.»
پاکستاني چارواکو ويلي دي چي په دې خبرو اترو کي د اسلام آباد استازيتوب د پوځ، استخباراتي سازمانونو او بهرنيو چارو وزارت خلک کوي.
د پاکستان غوښتنه څه ده او طالبان څه وايي؟
اسلام آباد وايي چي په افغانستان کي مېشت وسله وال په پاکستان کي بريدونه کوي او کابل د هغوی پر وړاندي اقداماتو په برخه کي د پاکستان تکراري غوښتنو ته جواب نه دی ويلی. طالبان دا ردوي چي ګويا د دوی خاوره د پاکستاني طالبانو له خوا کارول کيږي.
پاکستاني چارواکي وايي چي ځانمرګي بريد کوونکي د هغه يوه په ګډون چي په اسلام آباد کي يې ۱۲ کسان ووژل، د افغان اتباعو په توګه پيژندل سوي دي.
په اکتوبر مياشت کي د پاکستان او افغانستان د ځواکونو ترمنځ په سرحدي نښتو کي په لسونو کسان ووژل سول چي دا په ۲۰۲۱م کال کي پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسي د دواړو هيواړنو په سرحد کي تر ټولو ناوړه تاوتريخوالی وو.
دواړو خواوو په اکتوبر مياشت کي په دوحه کي د اوربند تړون لاسليک کړ، خو د خبرو دوهم پړاو چي تيره مياشت په استانبول کي وو، بې له پايلي وو.
اسلام آباد وايي چي له کابل څخه يې غوښتي دي چي دوی ته د پاکستان ضد وسله والو پر وړاندي د اقدام کولو ليکلې ژمنه ورکړي. افغان طالبان وايي چي له دوی څخه دي په پاکستان کي د امنيت د تضمين هيڅ تمه نه کيږي.