1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له طالبانو سره د شتمینو آزدولو په اړه خبرو ته ژمنه ده

۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبه

د سرچینو په حواله امريکا به په کابل کې د القاعدې د وژل شوي مشر الظواهري پر شتون سربیره له طالبانو سره د افغانستان د کنګل شويو شتمنیو د آزادولو په اړه خبرو ته دوام ورکړي. خو امريکا په دې برخه کې د طالبانو له چلنه سر ټکوي.

Afghanistan Zentralbank in Kabul
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د افغانستان د کنګل شويو شتمنیو د آزادولو په اړه د خبرو اترو دوام ته د دغه هېواد د اقتصاد د باثباته کولو په برخه کې د پېل په سترګه کتل کيږي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په ژمي کې به د افغانستان د ۴۰ میلیونه نفوس کابو نيمايي یې له «سختې لوږې» سره مخامخ وي.

د امريکا متحده ایالاتو د هلو ځلو اصلي برخه هغه پلان دی چې له مخې به يې د ميلياردو ډالرو شتمنۍ چې په بهر کې په بانکونو کې ساتل کيږي، په سويس کې د يوه صندوق له لارې انتقال شي.

د پېسو ورکړه به د يوې نړيوالې کمېټې له خوا ترسره شي چې طالبان به پکې هیڅ دخيل نه وي. د طالبانو يو شمير مشران دمګړۍ د امريکا او ملګرو ملتونو له خوا د بندیزونو ښکار دي. طالبانو په جون مياشت کې په دې اړه د خبرو اترو په ترڅ کې چې په دوحه کې ترسره شوې، جوابي وړاندیزونه هم کړي ول.

دوو سرچينو چې له دې قضیې سره آشنا دي، ويلي دي چې د امريکا د بهرنيو چارو او خزانې وزارت چارواکو د اګست پر يولسمه نېټه خپلواکو شنونکو ته د يوې معلوماتي غونډې په ترڅ کې چې په کابل کې د القاعدې د مشر تر وژل کيدو دولس ورځې وروسته جوړه شوې وه، وويل چې دوی به د مذاکراتو د سرعت څخه پر مايوسۍ سربيره هم خبرو ته دوام ورکړي.

يوې سرچينې د امريکايي چارواکو په حواله ويلي چې طالبان او د افغانستان مرکزي بانک په چټکۍ سره عمل نه کوي: «طالبانو يو لاس پر بل ايښې دی اوناست دي چې دا د خفګان خبره ده.»

د بشري حقونو کارپوهانو د افغان شتمنيو د آزادولو غوښتنه کړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت بيا په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده. يوې بلې سرچينې چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې او ډېر معلومات لري، د معلوماتي غونډې خبرې یې تائید کړي دي. دغي سرچينې زياته کړې: «بريد [پر الظواهري بريد] د يوه نړيوال صندوق د رامنځته کولو د امريکا ژمنتيا ته تغير نه دی ورکړی او په ورته سرعت او ليوالتيا یې خپل کار ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو او اطلاعاتو وزارتونو او همدا راز د افغانستان مرکزي بانک په سملاسي توګه په دې اړه د پوښتنو ځواب نه دی ورکړی.

د سرچينو په حواله امريکايی چارواکو په دې منځ کې له سويس او نورو ليوالتيا لرونکو سره هم د پېسو د صندوق د پلان په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو له خوا د تېر کال په اګست مياشت کې د واک ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان اقتصاد د سخت بحران سره مخ دی. امريکا او نورو هيوادونو پر افغانستان د مرستو اويا سلنه درولې ده.

د امريکا حکومت هم افغانستان ته د نغدو پېسو انتقال درولی او په دې توګه یې د افغانستان بانکی سیسټم فلج کړی دی. په نيويارک کې د امريکا د زيرمو په فدرالي بانک کې د افغانستان ۷ میليارده ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل دي. په فيبرورۍ میاشت کې بايدن ويلي ول چې له دغو پېسو نیمایي به یې د مرستندويه پروژو په ترڅ کې پر افغانانو مصرف شي. په نورو هيوادونو کې بيا د افغانانو کابو د دوو ميلياردو په ارزښت شتمنۍ کنګل دي.

انځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

په پېل کې داسې په نظر کې وه چې د بايدن له خوا ضبط شوي ۳،۵ ميليارده ډالر به وړاندیز شوي صندوق ته ورکړل شي او بيا کيدای شي هغه د افغانستان د نړيوال بانک کې د بقاياو د ورکړې، د بانک نوټونو او پاسپورتونو د چاپولو له پاره وکارولې شي.

نور ۳،۵ ميليارده ډالر به ښايي د طالبانو پر ضد د سپتمبر د ۱۱مې نيټې د بريدونو محکمو په ترڅ کې وکارول شي خو محکمې یې بيا د آزادولو پريکړه هم کولی شي. څه موده وړاندې ولسمشر جو بايدن اعلان کړی وو چې د افغانستان د کنګل شويو پېسو نيمايي برخه به د سپتمبر د ۱۱مې نيټې د قربانيانو کورنيو ته د تاوان په توګه ورکول کیږي.

دغه شتمنۍ کيدای شي چې د افغانستان د مرکزي بانک د بيا پانګونې برخې ته ولاړې شي څو یې په مرسته د افغانيو ارزښت منظم او له انفلاسیون سره مبارزه وشي او د صادراتو له پاره د نغدو پېسو په توګه وکارولې شي.

متقي: آزاد شوي پيسې دې خيریه موسسو ته نه ورکول کیږي

خو د الظواهري تر وژل کيدو وروسته د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان مرکزي بانک ته په نزدې مودې کې د دې پېسو د ورکړې انتخاب لغوه کړ او ويې ويل چې الظواهري ته د پناه په ورکړې سره طالبانو د ۲۰۲۰م کال د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې او هغه انديښنې یې نورې هم زياتي کړي دي چې د طالبانو په اړه د ترهګرو ډلو د تمويل په تړاو موجوده ده.

د مرکزي بانک مشران

دوو سرچينو ويلي دي چې امريکايي چارواکو د معلوماتي غونډې په ترڅ کې وويل چې د خبرو اترو پر مخ وړل له دې کبله نور هم ستونزمن شوي چې طالبان د نړيوالو د ځینو غوښتنو په مقابل کې ډېر مقاومت ښيي.

له دې څخه یوه غوښتنه د مرکزي بانک د دوو لوړپوړو وسله والو له دندو څخه د ليرې کولو ده.

سرچینو ويلي دي چې طالبانو او د افغانستان مرکزي بانک تر اوسه د پېسو د مينځلو ضد څارونکو د ګمارلو پر سره رسمي توافق نه دی کړی خو په اصولو کې يې موافقه کړې ده.

سرچينو ويلي دي چې چارواکو د هغه څه په اړه مثالونه وړاندې کړل چې دوی د طالبانو او مرکزي بانک له خوا لاس وهنه بولي.

امريکايي چارواکو د دغه معلوماتي غونډې په ترڅ کې دا هم ويلي دي چې حکومت یې په مارچ میاشت کې له نورو حکومتونو غوښتنه وکړه څو شخصي بانکونه دې ته تشويق کړي چې له افغانستان سره د « correspondent» اړيکي رامنځته کړي چې په ترڅ کې یې افغانستان ته د پېسو ليږد آسانه کیږي. خو دې کار هم د بېلا بېلو دلایلو پر اساس ګټه نه وکړه.

ب. ص/ ن . ز (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل