1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

بغلان: د وسله والو په حمله کې تر ۱۰ ډېر کسان وژل شوي

۱۴۰۳ آذر ۲, جمعه

رپوټونه وايي د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې پر یوه زیارت وسله واله حمله کې له ۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي. حمله د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د صوفيانو پر زیارت شوې ده.

د افغانستان نقشه کې د بغلان ولایت
رپوټونه وايي د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې پر یوه زیارت وسله واله حمله کې له ۱۰ ډېر کسان وژل شوي ديانځور: DW

په افغانستان دننه ځينو رسنیو رپوټ ورکړی چې وسله والو کسانو د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر یو زیارت ډزې کړي چې ځاني تلفات ېې اړولي دي.

د طلوع خصوصي تلویزيون هم ويلي چې په دغه پېښه کې له ۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي. ځينو نورو رسنیو د وژل شوو کسانو شمېر ۱۲ ښودلی دی.

رپوټونه وايي چې دغه حمله ظاهراً د بغلان ولایت د نهريڼ ولسوالۍ په شهر کهنه علاقه کې د صوفيانو پر یو زیارت شوې ده.

په بهر کې میشت د بغلان ولایت یو اوسېدونکي چې ځايي خلکو سره اړيکي لري، د سيمې د اوسېدونکو له قوله دويچه ويله ته وویل چې دغه حمله د سید پادشاه جان آغا، په نوم یو زیارت باندې شوې چې ۱۱ کسان په کې وژل شوي دي.

د هغه په خبره، معمولا د جمعې په شپه خلک د دعا او (ذکر) له پاره په دغه زیارت کې سره راټوليږي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي او هېڅ ډلې هم د حملې مسئولیت په غاړه نه دی اخستی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او په بغلان کې د طالبانو د والي ویندویانو په دې هکله د دويچه ویله تماسونو ته ځواب نه دی ورکړی.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته، د صوفیانو او شعيه ګانو  په څېر پر قومي او مذهبي لږکیو څو ځله حملې شوي دي.

د روان کال په سپتمبر میاشت کې دافغانستان د دایکندي او غور ولایتونو تر منځ سرحدي علاقه کې ۱۴ شیعه ګان په ډزو ووژل شول. د دغې حمله مسئولیت داعش ډلې ومانه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب