1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچينې: د سولې مذاکرات به په «احتمال سره» بيا پيل شي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر
۱۴۰۴ آبان ۸, پنجشنبه

د پاکستان یوې امنيتي سرچینې د پنجشنبې په ورځ وویل چې «په احتمال سره» به په استانبول کې د پاکستان-افغانستان د سولې خبرو یو بل پړاو ادامه پیدا کړي. دوو نورو باخبره سرچينې وویل چې دغه مذاکرات د ترکیې په غوښتنه بیا پیلیږي.

Afghanistan Spin Boldak 2025 | Abgeschobene afghanische Flüchtlinge aus Pakistan an der Grenze
انځور: Sanaullah Seiam/AFP/Getty Images

د پاکستان ېوې امنيتي سرچېنې د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر ۳۰مه وویل په «احتمال سره» په استانبول کې به د افغان طالبانو او د پاکستان د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې مذاکرات ادامه پیدا کړي.

دغې سرچينې ويلي دي چې د یو بل پړاو مذاکراتو له پاره افغان طالبانو وړاندیز کړی دی: «د افغان طالبانو د رژیم د غوښتنې پر اساس، په احتمال سره د پاکستان او کابل تر منځ د مذاکراتو یو بل پړاو به په استانبول کې ترسره شي.»

رویټرز خبري آژانس هم د درو باخبره سرچینو له قوله دغه خبر ورکړی دی.

خو دغه آژانس د دغو سرچينو له ډلې د دوو له خولې ويلي چې بل پړاو مذاکرات د ترکیې په غوښتنه پيلیږي چې دواړو لورو پرې توافق هم کړی دی. دغو سرچینو دا هم وویل چې د پاکستان او افغانستان مرکچي پلاوي لا هم په استانبول کې دي.

د طالبانو ادارې او د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت په سملاسي توګه په دې هکله پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

نن د بل پړاو مذاکراتو خبره داسې وخت کيږي چې تېره ورځ سهار وختي د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ، وویل چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات نن څلورمه ورځ ناکام پای ته ورسېدل.

له استانبول مخکې د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د سولې مذاکراتو لومړی پړاو د اکتوبر مياشتي پر ۱۹مه په قطر کې ترسره شو، چې پکې پر یو موقتي اوربند هوکړه وشوه او تمه وه چې د استانبول په دوهم پړاو مذاکرتو کې به پر یوه دایمی اوربند او د اختلافاتو پر حل هوکړه وشي.

روانه مېاشت پر کابل او د افغانستان پر ځینو نورو سیمو د پاکستان تر حملو وروسته د دواړو لورو ترمنځ د ديورنډ کرښې په اوږدو کې خونړۍ حملې وشوې چې د دواړو خواو څخه پکې په لسونو کسان ووژل شول. تر دغو حملو وروسته د ترکیې او قطر په منځګړیتوب طالبان او پاکستان خبرو اترو ته کښېناستل.

خو دواړي لوري تر اوسه نه دي توانېدلي چې یوې لازمي هوکړې ته ورسيږي. له مذاکراتو باخبره سرچینو مخکې ويلي چې هوکړې ته د نه رسېدا عمده لامل پاکستاني طالبان دي. پاکستان له افغان طالبانو غواړي چې پاکستاني طالبان مهار کړي، خو طالبان بیا وايي چې دوی پر پاکستاني طالبانو کنټرول نه لري او هغه د پاکستان خپله داخلي ستونزه بولي.

تېره ورځ د دغو مذاکراتو تر ناکام اعلانېدو څو ساعته وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف پر اکس شبکه یا پخواني ټويټر یو اوږد، غیرديپلوماتیک او ګواښوونکی متن خپور کړ.

هغه ویلي دي: «پرېږدۍ چې هغوي [افغان طالبانو] ته ډاډ ورکړم چې پاکستان د طالبانو رژیم د بشپړ محوه کولو او بېرته ېې غارونو ته د استولو له پاره حتی د خپلو پوځي تجهیزاتو یوې برخې ته هم اړتیا نه لري.»

د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستي وضعیت د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې د بیا پیلیدو او د اوربند د نقضولو اندېښنې راولاړې کړې دي.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان خبرې اترې

30:34

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل