سرچينې: د استانبول درېمې ورځې مذاکرات بېنتیجې پاې ته ورسېدل
۱۴۰۴ آبان ۶, سهشنبه
د پاکستان حکومت او د طالبانو د ادارې پلاو د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د دریمې ورځې له پاره خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکړه، خو سرچينې وايي چې دواړه خواوې ونه توانېدل چې کومې هوکړې ته ورسيږي.
له دغو مذاکراتو دوو باخبره سرچينو د سه شنبې په ورځ رويټرز خبري آژانس ته تائید کړه چې د استانبول مذاکرات پر یو دايمي اوربند هوکړې ته له رسېدو پرته بې نتیجې پای ته ورسېدل.
د طالبانو ادارې او پاکستان حکومت ترمنځ دغه مذاکرات د دواوړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یوې تلپاتې سولې په موخه وروسته له هغې پیل شوي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې ددواړو خواو ترمنځ وسله والو نښتو کې په لسونو کسان ووژل شول. دغه نښتۍ پر افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې تر ټولو خونړۍ وې.
دواړو لورو د اکتوبر په ۱۹مه د ترکیې او قطر په منځګړيتوب په دوحه کې پر اوربند موافقه وکړه او په پام کې وه چې د استانبول په مذاکراتو کې د اوربند په هکله لاډېر توافق ته ورسېږي. پاکستاني او افغان سرچينو رويټرز خبري آژانس ته ويلي چې دواړه لورې يو بل د مذاکراتو د ناکامۍ مسئول ګڼي.
د پاکستاني طالبانو جنجالي موضوع
د پاکستان یوې امنيتي سرچینې وویل چې پر افغانستان حاکمو طالبانو د تحریک طالبان پاکستان یا پاکستاني طالبانو مهارولو ته کوم تمایل نه دی ښودلی. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو جلا وسله واله ډله ده چې په پاکستان کې د پاکستان حکومت پر ضد جنګيږي. اسلام آباد وايي دغه ډله په افغانستان کې خوندي فعالیت لري او له هغه ځایه په پاکستان کې خپلې حملې په لاره اچوي. خو په افغانستان کې د طالبانو اداره بیا دغه ادعاوې ردوي.
تر اوسه د طالبانو ادارې چارواکو په دې هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان ملي راډیو تلویزیون چې د طالبانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي، په یو رپوټ کې ويلي چې «پاکستانی لوری صلاحیت نه لري، او دې ته ترجېح ورکوي چې د مذاکرې پر میز د دلایلو د مخکې کولو پر ځای، شاتګ وکړي.»
په دغه رپوټ کې زیاته شوې «افغانستان نه شي کولی په پاکستان کې د حملو مخه ونیسي او یا د پاکستاني طالبانو استازولي وکړي.»
له مذاکراتو ېوې باخبره افغان سرچينې وویل چې مذاکرات پر همدې موضوع تر «تندو بحثونو» وروسته پای ته ورسېدل. دغې سرچينې چې وې نه غوښتل نوم ېې واخیستل شي وویل چې افغان لور ويلي دي چې دوی پر پاکستاني طالبانو هېڅ کنټرول نه لري؛ هغه ډله چې په وروستیو اوونيو کې ېې د پاکستاني ځواکونو پر ضد مرګونې حملې ترسره کړي دي.
درو پاکستاني سرچينو چې په دغو مذاکراتو کې ول اسوشتېد پریس خبري آژانس ته وویل چې مذاکرات د طالب پلاوي له لوري د پاکستان «منطقي او مشروع» غوښتنو ته د نه تمایل په دلیل له بن بست سره مخ شوي دي. د پاکستان دغه غوښتنې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د نه کارولو د تضمین په هکله وې.
یوې بلې سرچينې وویل: «د اسلام آباد پیغام بالکل روښانه و، ترهرګرو باندې هېڅ معامله نه کیږي. پاکستان ځانګړې وړاندیزونه وړاندې کړل چې په هغو کې د پاکستاني طالبانو شبکې د له منځه وړلو او د پولې په اوږدو کې د حملو درولو له پاره د منلو وړ اقداماتو غوښتنې شوې وې.»
یوې امنيتي سرچینې وويل «د پاکستان له خوا مطرح شوې غوښتنې منطقي او معقولې دي، خو د افغان طالبانو پلاوی ېې په بشپړه توګه منلو ته چمتو نه دی.»
د طالبانو د حکومت او د دفاع وزارت ویندویانو او همدارنګه د پاکستان دفاع او خارجه وزارتونو تر اوسه په دې هکله پوښتنو ته ځوابونه نه دي ورکړي.
په اکتوبر مېاشت کې وسله والې نښتې پر کابل او د افغانستان پر نورو سیمو د پاکستان د هوايي حملو وروسته پيل شوې. پاکستاني سرچينو ويلي وو چې د دغو حملو موخه د پاکستاني طالبانو د مشر په نخښه کول وو.
د یادو حملو په غبرګون طالبانو د ډيورنډ ۲۶۰۰ کیلومتره کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر پوځي پوستو حملې وکړې چې دواړو خواو ته په کې درانه تلفات واوښتل.
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د مذاکراتو ناکامي ممکن د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان او د اټومي ځواک لرونکي پاکستان تر منځ اوربند په خطر کې واچوي.
د پاکستان دفاع وزیر د شنبې په ورځ ویلي و چې هغه افغانستان سره پر سوله باور لری، خو دا ېې هم ويلي و چې په استانبول کې د سولې یو توافق ته نه رسېدل به د یو «ښکاره جنګ» په معنی وي. خواجه آصف تر دې مخکې ویلي و چې د اوربند هوکړه د طالبانو له لوري د وسله والو له مخنيوي سره تړاو لري.