سرچينې: د نوي حکومت مشري به ملا برادر کوي
۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعه![Afghanistan | Mullah Baradar Akhund](https://static.dw.com/image/58874792_800.webp)
اعلان
په دغه خبر کي راغلي دي چي د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب او محمد عباس ستانکزی به د حکومت ارشد چارواکي وي.
د ځينو نا تائيد سويو راپورونو له مخي ويل کيږي چي طالبان به نن د جمعې ورځي تر لمانځه وروسته نوی حکومت اعلان کړي، خو طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.
په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عباس ستانکزي دوې ورځي مخکي له بي بي سي سره په يوه مرکه کي ويلي ول چي ډېر ژر به نوی حکومت اعلان سي.