1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچينې: طالبانو په کابل کي یو خبریال نیولی دی

۱۴۰۳ مهر ۱۶, دوشنبه

په کابل کي سرچینې وايي چي د طالبانو ادارې استخباراتو یوه خبریال نيولی دی. د خبریالانو د ملاتړ یوه بڼسټ ویلي دي چي نوموړی خبریال یوه نامعلوم ځای ته انتقال سوی دی.

Symbolbild I Journalismus
انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

په کابل کی سرچینو ویلي دي چي طالبانو تیره شپه، د افغان خبري آژانس خبریال مهدی انصاري، د کابل په دشت برچي سیمه کي نیولی دی. د مهدي کورنۍ دا خبره تائيد کړې ده چي هغه د طالبانو د ادارې  استخباراتو نیولی دی.

د «بیان د آزادۍ د خوني» په نوم د خبریالانو د ملاتړ بڼسټ ویلي دي چي طالبانو نوموړی خبریال  یوه نامعلوم ځای ته بیولی دی او د برخلیک په هکله یې معلومات نسته.

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي. د دغې ډلې چارواکي معمولاً د نیونو په هکله معلومات نه ورکوي.

طالبانو په افغانستان کی په ۲۰۲۱م کال کي یو وار بیا واک ته تر رسیدو وروسته، په تکرار سره ښځینه فعالانې، خبریالان او منتقدین نیولي دي.

په دې وروستیو کي افغان خبریالانو د طالب چارواکو له خوا د ناوړې گټې اخیستنې د سلونو پیښو لکه شکنجو، خپلسرو نیونو او همدارنگه د خبر د سانسور په هکله خبر ورکړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په یوه رپوټ کي لیکلي دي چي په افغانستان کي د طالبانو تر واکمنۍ لاندي خبریالان وايي چي ډېر وخت د ملیشو له خوا د بریدونو د پوښښ او یا هم له ښځو  سره د توپیري چلند په هکله د لیکنو له امله احضار او یا هم نیول کیږي او ځینو یې ویلي دي چي د داعش له جنگیالیو سره په یوه کوټه کي بندیان سوي دي.

طالبانو  تیره اونۍ د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني او په غزني کي سیمه ایز خبریال، حکمت آرین هم ونیول او تر اوسه یې د برخلیک په هکله معلومات په لاس کي نسته.

د بشري حقونو سازمانونو څو واره د طالبانو ادارې له خوا د خپلسرو نیونو، جبري لادرکه کیدو، شکنجو او نورو ناوړه چلندونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده، خو طالبانو په دې برخه کي په خپل چلند او سیاستونو کي کوم بدلون نه دی راوستلی.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

15:37

This browser does not support the video element.

GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل