1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچينې: پاکستان امریکا ته تلونکي افغانان اخراج کړي

۱۴۰۲ دی ۵, سه‌شنبه

پاکستان د قانوني اسنادو پرته افغانانو د اخراج په لړ کې داسې افغانان هم اخراج کړي دي چې امریکا متحده ایالاتو ته د تلو له پاره په دغه هېواد کې انتظار باسي. پاکستان تر دې مخکې ويلي وو چې امریکا ته تلونکي افغانان نه اخراجوي.

Pakistan Islamabad Zohra Akhtari Flüchtling aus Afghanistan
انځور: SH.R/DW

رويترز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د دوو سرچينو له قوله خبر ورکړی دی چې له پاکستانه د افغانانو د اخراج په لړ کې د هغو افغانانو له ډلې هم اخراج شوي دي چې امریکا متحده ایالاتو ته د تلو له پاره په دغه هېواد کې انتظار باسي.

افغان ايوک، د هغو ټيمونو اصلي ائتلاف دی کوم چې امریکا ته تلونکو افغانانو سره مرسته کوي. د دغه ائتلاف مشر، شاون وندايور، وايي لږ تر لږه ۱۳۰ افغانان چې په امریکا کې د مېشتيدا له پاره ېې د امریکا د مهاجرت ځانګړې ويزې پروسس شوي، اخراج شوي دي.

هغه دغه ارقام د ائتلاف د غړو او په اسلام آباد کې د امریکا سفارت له خوا د چمتو شوو معلوماتو پر اساس چې هغه ليدلي، ورکړي دي.

وندایور وويل چې د پاکستان پولیسو ۲۳۰ دغه ډول افغانان نيولي، چې تر اوسه ېې شاوخوا ۸۰ کسان بېرته خوشي کړي دي.

يوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې امریکا متحده ایالات «داسې کوم رسمي طرزالعمل نه لري تر څو دا ډول کيسونه تعقیب کړي.»

کراچۍ؛ پولیسو په لسګونو افغانان نیولي

02:19

This browser does not support the video element.

هغه دا هم وویل چې امریکا ته د تلو په انتظار افغانانو له ډلې «ډېر کم» شمېر ېې اخراج شوي دي.

اسلام آباد په اکتوبر مياشت کې ټولو هغو افغانانو ته چې په دغه هيواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، یوه میاشت یا د نومبر تر لومړۍ وخت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هېواد ووځي.

له دغه اعلان سره سم، د امریکا سفارت د ایمیل له لارې شاوخوا ۲۵۰۰۰ افغانانو ته د حفاظت اسنادونه واستول تر څو ېې پاکستاني چارواکو ته ثابته کړي وي چې په امریکا کې د دوی د مېشتيدا کارونه پروسس شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو خارجه وزارت ویاند هم وايي چې «په اکتوبر کې د بې اسناده مهاجرو د اخراج پلان وروسته» واشنګټن پاکستان ته د هغو افغانانو نوملړ وسپاره چې په امریکا متحده ایالاتو کې هستوګن کیږي.

شاون وندايور، د دوو غربي ديپلوماتانو له قوله چې نه ېې غوښتل نومونه ېې واخیستل شي، وويل چې پاکستاني چارواکي په اکثرو مواردو کې د حفاظت پر دغو پاڼو سترګي پټوي. هغه وايي دغه ليکونه يوازې په ځينو مواردو کې مهم ګڼل کيږي، اما ټول ځايي چارواکي ېې اطاعت نه کوي.

ملګري ملتونه وايي په شاوخوا ۳ میاشتو کې تر ۴نیم لکو ډېر افغانان له پاکستان خپل هيواد ته ستانه شوي ديانځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

رويترز وايي امریکا ته د پاکستان د کورنیو او بهرنيو چارو وزارت په دې هکله د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د نومبر مياشتي په نيمايي کې وويل هغه افغانان چې په پاکستان کې امریکا ته د تګ له پاره انتظار دي، نه نیسي.

هغه وخت د فرانسې خبري آژانس ويلي ول چې په دې هکله د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په لیک کې راغلي: «د امريکا د اعلان له مخې ۱۱۵۰ افغان وګړي چې په امريکا کې د ځای پر ځای کېدو اسناد لري بايد تر راتلونکې خبرتيا پورې اخراج نه شي.»

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر مهال په لسونو زره افغانان چې اکثره ېې د امريکا محلي کارکوونکي ول، د امريکا په پوځي الوتکو کې امریکا متحده ایالاتو ته ولاړل. ورسره جوخت په کابل کې د امریکا سفارت وتړل شو او په شرایط برابر پاتې نور افغانان پاکستان ته ولاړل، تر څو په اسلام آباد کې د امریکا سفارت له طریقه خپل کارونه مخ ته یوسي.

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

04:02

This browser does not support the video element.

پاکستان وايي چې ۱ اعشاريه ۷ ميلیونه افغانان په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، چې د اخراج په لومړي پړاو کې باید ووځي. ملګري ملتونه وايي په شاوخوا ۳ میاشتو کې تر ۴نیم لکو ډېر افغانان له پاکستان خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان چې له څلور لسیزو راهیسې د میلیونو افغان مهاجرو کوربه پاتې شوی، ادعا کوي چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکيل دي او له همدې کبله ېې د افغانانو د اخراج پرېکړه کړې ده. د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دغه ادعا ردوي او په عین حال کې بشري سازمانونو هم د پاکستان د اخراج پر پريکړه نيوکي کړي دي، خو د دې ټولو باوجود پاکستان تر اوسه په خپل دغه دريځ کې ثابت پاته شوی دی.

(Reuters)mks/nz