1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینه: ولسمشر غني د "لوړې" مراسم نه ځنډوي

۱۳۹۸ اسفند ۶, سه‌شنبه

د افغان حکومت یوه سرچینه وايي چې د ولسمشر غني د "لوړې" مراسمو ته چمتوالی روان دی. خو تردې وړاندې رپوټونه خپاره شوي چې امریکا غواړي د "لوړې" مراسم وځنډیږي.

Münchner Sicherheitskonferez | Präsident Afghanistans Aschraf Ghani während Diskussionsrunde
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کمېسیون ګومارلی چې د روانې اونۍ ترپایه د لوړې مراسمو ته چمتوالی ونیسي.

خو رویټرز خبري آژانس د امریکايي حکومتي سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې ګواکې واشنګټن غواړي ولسمشر غني د لوړې مراسم وځنډوي.

رپوټ زیاته کړې، امریکايي چارواکي اندېښنه لري چې د "لوړې مراسم" به د سولې پر روانو هڅو منفي اغیز وکړي.

رپوټونو دا هم لیکلي چې افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له غني او عبدالله څخه غوښتي دي چې د لوړې مراسم وځنډوي.

افغان حکومت څه وايي؟

خو د افغان حکومت یوه مسؤل چارواکي دویچه ویله ته وویل، ولسمشر غني نه غواړي چې د لوړې مراسم یې وځنډیږي.

دغه چارواکي چې وې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، زیاته کړه: «د لوړې مراسمو له پاره ټول چمتوالی په عادي ډول روان دی.»

د ولسمشر غني ترڅنګ د هغه ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله هم اعلان کړی دی چې د ټول شموله حکومت د مشر په توګه به د لوړې مراسم پرځای کړي.

د ثبات او همپالني ټاکنیزې ډلې یوه غړي خان محمد وحدت دویچه ویله ته ومنله چې زلمي خلیل زاد له ښاغلي عبدالله د دغو مراسمو ځنډولو غوښتنه کړې، خو عبدالله په غوڅه توګه دا غوښتنه نه ده منلې.

«که چېرې نړېواله ټولنه د افغانستان په ټاکنیز جنجال کې مداخله ونه کړي او غني دې ته راضي نه کړي چې د منتخب ولسمشر په توګه لوړه و نه کړي، نو عبدالله عبدالله هم ترهغه وړاندې او یا هم سملاسي وروسته د ټول شموله حکومت د ولسمشر په توګه لوړه کوي او په دې اړه چمتوالی دوام لري.»

د مالوماتو له مخې، محمد اشرف غني د روانې اونۍ پر پنجشنبه (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۲۷مه) د نوي منتخب ولسمشر په توګه "لوړه" کوي.

د غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې یوشمېر ویاندویانو ټولیزو رسنیو کې دغو مراسمو ته د چمتوالي انځورونه هم خپاره کړي.

د هغوی په وینا راتلونکې پنجشنبه په کابل کې د لوړې مراسمو له پاره عمومي رخصتي هم په پام کې نېول شوې.

د لوړي مراسيم د قانون له مخي

یوشمېر حقوق پوهان وايي، په روانه اوونۍ کې "لوړه" کول د اساسي قانون خلاف دی، د هغوی په وینا منتخب ولسمشر باید د وروستیو پایلو تر اعلان لږ تر لږه یوه میاشت وروسته لوړه وکړي.

د افغانستان د اساسي قانون په ۱۶۰ ماده کې راغلي:

«لومړی منتخب جمهور رئیس د انتخاباتو د نتایجو تر اعلان دیرش ورځې وروسته ددغه اساسي قانون له حکمونو سره سم په کار پيل کوي.»

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د تيري سې شنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې تر راتلونکې پنجشنبې به یې لس ورځې پوره شي.

سیاسي شنونکي د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر غني بیړه، د سولې په راتلونکو بین الافغاني خبرو کې  له یوه پياوړې دریځه د ګډون هڅه بولي.

د چارو کتونکي جیلاني ځواک دویچه ویله ته وویل: «ولسمشر غني غواړي په قطر کې له امریکایانو سره د طالبانو د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته په بین الافغاني خبرو کې د یوه نوي منتخب حکومت له ادرسه ګډون وکړي، د هغه هڅه داده چې نړېوالو ته وښيي چې په بین الافغاني خبرو کې د یوه پیاوړي منتخب حکومت په توګه ګډون کوي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې ټاکل شوې په افغانستان کې د "اورکم اونۍ" د پای سره سم، راتلونکې شنبه(د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۲۹مه) طالب او امریکايي لوری د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل