1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منابع: د طالبانو د مخالف ډلې قومندان اکمل امیر وژل شوی

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

سرچینې له طالبانو سره په نښته کې د «ازادۍ جبهې» د یوه جګپوړي قوماندان اکمل امیر د وژل کېدو خبر ورکوي. د طالبانو د دفاع وزارت هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د اکمل امیري په شمول اته تنه نور کسان هم وژل شوي دي.

افغانستان، پنجشر
افغانستان، پنجشرانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images


اکمل امیر د دوشنبې په شپه له خپلو څو تنو ملګرو سره د پنجشیر ولایت د سالنګ د غرونو او د شتال ولسوالۍ په منځ کې له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو. د هغه خپلوانو له ځايي رسنيو سره په خبرو کې د دغه قومندان وژل کېدل تاييد کړي دي.

آیا مقاومت جبهه به د طالبانو پر ضد چريکي بریدونو ته مخه کړي؟
د طالبانو د دفاع وزارت هم ویلي دي چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د دغې ډلې د ځواکونو په عملیاتو کې اکمل امیر له خپلو اته تنو وسله والو سره وژل شوی دی.
ځینې ​​سرچینې وايي چې طالبانو په کابل کې د هغه کور هم محاصره کړی دی.

«د بشري حقونو شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی پنجشیر ته تللی»


امیر د طالبانو پر ضد »د افغانستان د ازادۍ جبهې« په نومن وسله والې ډلې پوځي قوماندان و.
وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبان واک ته ورسېدل، امیري چې د تېر افغان حکومت د ځانګړو ځواکونو له قوماندانانو څخه و، پنجشیر ته لاړ څو له طالبانو سره جګړه وکړي.

طالبان او مقاومت جبهه یو او بل ته د تلفاتو اوښتو خبره کوي


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ملي مقاومت د جبهې تر څنګ یو شمېر پخوانیو قومندانانو هم د طالبانو پر ضد جبهه جوړه کړه او وخت په وخت له طالبانو سره نښتې ترسره کوي.


 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل