1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضافرانسه

سرکوزي د حبس تيرولو له پاره زندان ته ولاړ

گل غوټۍ پوپل | دفرانسې خبري آژانس،اسوشتیدپرس،آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲۹, سه‌شنبه

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي، د خپل بندیگرت مودې تیرولو له پاره زندان ته ولاړ. نوموړی له لیبیا څخه د غیرقانوني مالي مرستو د تر لاسه کولو په تور محکوم سوی دی.

د نوموړي حکم له مخې، سرکوزي یوازې هغه وخت د استناف محکمې غوښتنه کولای سي چې هغه په زندان کې وي
د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي، د خپل بندیگرت مودې تیرولو له پاره زندان ته ولاړ. انځور: Emma Da Silva/AP Photo/picture alliance

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۲۱) په ۲۰۰۷ م کال کې د انتخاباتي مبارزې له پاره له لیبیا څخه د غیر قانوني مالي مرستو د ترلاسه کولو د دسیسې په تور د خپل پنځه کلن محکومیت د دورې د پیل کولو له پاره زندان ته ولاړ.

په دوهمه نړیواله جگړه کې د نازیانو له همکار مارشال فلیپ پتن، څخه وروسته سرکوزي د فرانسې لومړنی پخوانی ولسمشر دی چې زندان ته ځي. دغه محافظه کاره سیاستوال له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د فرانسې ولسمشر وو.

سرکوزي د پولیسو په ملتیا په پاریس کې د لا سانته زندان ته انتقال سو. هغه مخکې له دې، په داسې حال کې چې د خپلې مېرمنې کارلا بروني، لاس یې نیولی و، د خپل کور مخې ته راښکاره سو. د هغه اولادونه او لمسیان یې هم د خدای په اماني له پاره له هغه سره حاضر ول.

سرکوزي زندان ته د تگ په هکله څه وویل؟

سرکوزي زندان ته پرلار، په ټولنیزه شبکه کې په یوې وینا کې وویل چې همدارنگه دغه «قضايی رسوايی» محکوموي. هغه ولیکل: «په داسې حال کې چې د لا سانته د زندان له دروازو څخه د تیریدو په حال کې یم، د هغو فرانسوي نارینه وو او ښځو په اړه فکر کوم چې له هر قشر او د هر نظر درلودونکي دي. غواړم په نه ماتیدونکي ځواک سره هغوی ته ووایم چې نن سهار، دا یو پخوانی ولسمشر نه دی چې زنداني کیږي، بلکه یو بې گناه انسان دی.»

هغه ادعا کوله چې له پلټنو وروسته یې محکومیت د هغه سند پر بنسټ وو چې «اوس یې جعلي توب ثابت سوی دی.»

اړوند:فرانسه: پخوانی ولسمشر سرکوزي په پنځه کاله بند محکوم سوی

قاضي حکم کړی دی چې سرکوزي باید د بیا کتنې د استیناف له اوریدو پرته، د خپل محکومیت دوره پیل کړي، ځکه«د دغه جرم له امله په عمومي نظم کې د گډوډۍ شدت» ډیر لوړ وو.

د نوموړي حکم له مخې، سرکوزي یوازې هغه وخت د استناف محکمې غوښتنه کولای سي چې هغه په زندان کې وي او قاضیان تر دوو میاشتو پورې وخت لري چې په دې اړه غور وکړي، د هغه وکیلانو اعلان کړی دی چې دغه غوښتنه به ډیر ژر وړاندې سي.

سرکوزي له څه ډول شرایطو سره مخامخ دی؟

امکان لري چې سرکوزي د پاریس په مرکز لاسانته زندان په انفرادي څانگه کې وساتل سي؛ هغه ځای چې بندیان په جلا جلا کوټو کې دي او د امنیتي دلایلو له امله له زندان څخه بهر فعالیتونو پر وخت هم یو له بل څخه بیل ساتل کیږي.

له دغو تدابیرو څخه هدف، له نورو زندانیانو سره د اړیکو یا زندان ته د قاچاق سوو موبایلونو په مرسته عکس اخیستلو څخه مخنیوی دی.

د زندان د دغې برخې دیوالونه شاوخوا له ۹ څخه تر ۱۲ مترو مربع پورې مساحت لري. انفرادي زندانیان په ورځ کې یو ځل یوازې د زندان په کوچنۍ محوطه کې د قدم وهلو اجازه لري او کولای سي په اونۍ کې درې ځله ملاقات ولري.

د دغه زندان انفرادي دیوالونه له بیارغونې وروسته په شاور یا حمامونو سمبال سوي دي. سرکوزي همدارنگه کولای سي په میاشت کې د ۱۴ یورو په ورکولو سره له تلویزیون څخه هم استفاده وکړي او یوه ثابت ټیلیفون ته لاس رسی پیدا کړي.

هغه د «لو فیگارو» فرانسوۍ ورځپاڼې ته وویل چې غواړي په لومړۍ اونۍ کې درې کتابونه له ځانه سره واخلي، یو له هغو څخه د «کنت مونت کریستو» په نوم د الکساندر دوما، اثر دی چې د یوه سړي کیسه ده چې په ناحقه توگه بندي کیږي او د هغه کس په غچ اخیستلو پسې ځي چې هغه ته یې خیانت کړی دی.

د دې خبرې په پام کې نیولو سره چې سرکوزي ۷۰ کلن دی، هغه کولای سي د خپلې سزا له پیل کیدو وروسته سمدلاسه د ضمانت غوښتنه وکړي. د فرانسې د قانون له مخې، د ۷۰ کالو او پورته عمر لرونکي بندیان کولای سي تر ځینو شرایطو لاندې له زندان څخه بهر خپلې سزاگانې تیرې کړي، لکه الکترونیکي څارنه یا تر څارنې لاندې اقامت.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل