سرکوزي د ناقيلي سيمو بندول وغوښتل
۱۳۸۷ تیر ۴, سهشنبهځان د اسراييلو او فلسطين تر منځ د سولي د يوه مهم منځګړي په حيث معرفي کۍ . سرکوزي د اسراييلو د پارلمان د وکيلانو څخه وغوښتل ،چه په نيول سوو سيمو کښي د ناقلینو دپاره دکورونو جوړول بند کي ،او تاکيد يې وکۍچي تر هغو پوري سوله نسي راتلای ، تر څو بيت المقدس د دواړو هيوادو دپايتخت په حيث قبول نسي . د اسراييلو او فلسطين آينده بايد د خپل ځان څخه پر تيريدو ولاړ ه وي ،او نه پر غچ اخيستو باندي .
سرکوزي د فرانسې اولين جمهوررييس دی، چه په 1982کال کښي تر فرانسوا میتران وروسته د اسراييلو په پارلمان کښي خبري کوي .
دی داسراييلو د صدراعظم اولمرت لخوا د يوه داسي سياست مداره په حيث وستايل سو،چه څو کاله مخکي يې د اسراييلو او فرانسې کړکيچن روابط بيرته سم کړه .
سرکوزي لکه د امريکا جمهوررييس بوش او د جرمني صدراعظمه ميرکل چه څه وخت مخکی يې د ايران د اټومي پروګرام موضوع ته اشاره کړې وه ،ده هم ورته وکړه ،او دايران د جمهوررييس احمدي نژاد هغي خبري ته په اشاره سره چه غواړي اسراييل د مځکي د کرې څخه ليري کي ، وويل چه :
« هغه کسان چه داسراييلي دولت نابودی غواړی ، بايد په دې پوه سي چه فرانسه به دهغوی لار بنده کي .»
دفرانسې جمهوررييس داسراييلو د وکيلانو د ډير تشويق او چک چکی په کولو سره وويل چه د اټومي بم درلودونکی ايران د زغم وړ ندی .
پدې حساب کيدای سي د سرکوزي خبري دي د شنبې د ورځي هغو خبرونو ته اشاره وي ،چه دهغه پر اساس د اسراييلو هوايي قواوو د جون د مياشتي په شروع کي دايران د اټومي پروګرام پر مرکزونو باندي د يوې ممکنه حملې تمرين کړی دی .
نن به سرکوزي د لويديز اردن په بيت الحم کي دفلسطين دجمهوررييس محمود عباس سره وګوري .عباس د اسراييلو په پارلمان کښي د سرکوزي وينا ستايلې ده .عباس وويل چه سرکوزي د منځنی ختيځ د شخړي د حل په خاطر د فرانسې هميشنۍ موضع ګیري تاييد کړه .