په لیبیا کې سرګردانه او در په دره مهاجرو ته د قانوني پناه غوښتنې او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د دوی د ویشلو له پاره، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انجلینو الفانو یوه نوې تګلاره وړاندیز کړې. نوموړي د لیبیا پلازمینې طرابلس ته له تګ څخه مخکې د ایټالیا په پلازمینه روم کې تیره ورځ خپل دغه پلان وړاندي کړ.
الفانو د پارلمان یوې کمیټې ته وویل چې په آزمیښتې توګه به زر مهاجر پر داسې هیوادونو وویشل شي چې مهاجرو ته ښه راغلاست وايي. د هغه په وینا دا پلان به یو انقلاب او ستر بدلون وي، ځکه چې د دې پلان په چوکاټ کې به د مهاجرو کوربه هیوادونو د پناه غوښتونکو ټول معلومات وړاندي کوي.
له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر اوسه پوري له منځي ختیځ، آسیا او افریقا څخه شاوخوا ۶۰۰ زره مهاجر ایټالیا ته رسیدلې دي. زیاتره مهاجر د خپل ژوند په خطر کې اچولو او د انساني قاچاقبرانو د کړیو په مرسته له لیبیا څخه د مدیترانې له لارې ځانونه ایټالیا ته رسوي.
د مهاجرو له کړکیچ سره د مبارزې له پاره د ایټالیا حکومت څو ځله له اروپايي ټولنې څخه د مرستو غوښتنه هم کړې. په دې ترڅ کې د اروپایي ټولنې پر غړو هیوادونو باندې په مساوي توګه د مهاجرو د ویش پروګرام هم په دې اونۍ کې پای ته ورسید. د دې پروګرام له لارې د ټاکلو شوو ۱۶۰ زرو مهاجرو له جملې څخه یوازي۲۰ سلنه یې ویشل شوي دي.
د اروپايي ټولنې د کمیسیون د دې پروګرام په پای ته رسیدو سره یو بل نوی پروګرام وړاندیز شوی چې پکې تر ټولو ډیر اړتیا لرونکي۵۰ زره مهاجر به په راتلونکو دوو کلونو کې ځای پر ځای شي. په ورته وخت کې له طرابلس چارواکو سره د زرو کسانو د انتقال له پاره د ترانزیت د یوه مرکز پر سر هم مذاکرات راون دي.
زموږ له ارشيف څخه:
په ايتاليا کي د مهاجرو اجتجاجونو سرخوږی جوړ کړی
په داسې حال کې چې په ايټاليا کي پناه غوښتونکو سوداګریز مرکزونه نیولي دي، څو په لمپیدوزا کې د پناه غوښتونکو د ساتنو پر ضد احتجاج وکړي سیمه ییز اوسیدونکي د دغه جنجال د خلاصیدو غوښتنه کوي، څو د سیاحت ته زیان و نه رسیږي.
انځور: D. Cupoloپه دې سیمه کې جنجالونه هغه وخت خپل اوج ته ورسیدل چې پناه غوښتونکو په کمپونو کې د ساتل کیدو پر ضد اعتراض کې د ښار لوی پلورنځایونه ونیول. د سومالیا ۱۷ کلن محمد جمعه، وایي چې له دې کبله په احتجاجونو کې ګډون کوي چې د مهاجرو د راجستر د مرکزونو چارواکي هغو ته پرته له دې چې خپلې ګوتې ثبت کړي د تلو اجازه نه ورکوي.
انځور: DW/D. Cupoloله ډیر وخت راهیسې لمپیدوزا ته د شمالي افریقا هیوادونو مهاجر راځي خو د «تودوځایونو» یا هغو سیمو چې مهاجر پکښې لومړی ځای پر ځای کیږي، نوي جنجالونه جوړ کړي دي. دغه تاپو یوازې ۲۰ کیلومتر مربع مساحت لري او د سیمه ییزو اوسیدونکو په حواله د ډېرو مهاجرو ظرفیت نه لري. هغو اندیښمن دي چې د کډوالو حضور به د سیلانیانو د راتلو بهیر ته زیان ورسوي.
انځور: DW/D. Cupoloعلي ادو د سومالیا له هیواد څخه دی او لمپودوزا ته تر رسیدو مخکې نه ورځې په اوبو کې بند وو. هغه وایي چې دی له نهو میاشتو راهیسې د مهاجرو د ثبتولو په دغه مرکز کې پروت دی. هغه وایي: «موږ له جګړې راتښتو. الشباب زما هیواد ویجا کړ. زه نه پوهیږم چې هغوی ولې موږ د مهاجرو په توګه نه مني لکه په آلمان کې چې سوریایان منل کیږي.
انځور: DW/D. Cupoloد سه شنبې په سهار سیمه ییز اوسیدونکي له مهاجرو سره مخامخ شول. په دغه پلازا کې چې مهاجر اوسېږي يو لوی پلورنځي ته نزدې د یوې آریشګاه خاوندې ماریا ماګیوري، وویل: «بوی زما مشتریان په عذابوي. دغه خلک زما دکان ته نزدې رفع حاجت کوي او زما مشتریان ویره لري چې په ناروغیو به اخته شي.»
انځور: DW/D. Cupoloګیاکومو متینا وایي چې ۳۰ کال یې له مهاجرو سره مرسته کړې ده او آن په ۲۰۱۱م کال کې یې د یوه تونسې ماشوم سرپرستي هم پر غاړه واخیسته خو هغه وایي چې نور له دې وضعیته ستړی شوی دی: «هغوی هیڅ د قوانین درناوی نه کوي. زه مي ښځي ته وایم چې باید خپل کور وپلورو او له دې ځایه ولاړ شو ځکه زه نور په لمپیدوزا کې ژوند نه شم کولای.»
انځور: DW/D. Cupoloګیاکومو سفرلازو وایي: «دا د نادارو کسانو تر منځ جګړه ده او د هغو سیاستونو پایله ده چې د اروپايي ټولنې له خوا رامنځ ته شوي او موږ پرې هیڅ کنترول نه لرو.» هغه زیاتوي: «که ایټالیا په یوه کال کې د خپلو وسلو صادرات درې برابره کي او په لیبیا کې جګړه رامنځ ت کړي نو موږ د څه تمه کولای شو.»
انځور: DW/D. Cupoloاګلا ماراوینتانو، د شمالي لیګ محافظه کاره ګوند غړې د مهاجرو د حضور پر وړاندې د اعتراض په توګه سړک بندوي. هغه هم غواړې چې له دې سیمې څخه د کډوالو د ثبت مرکز و ایستل شي.
انځور: DW/D. Cupoloهغه وایي چې کډوال دې سیمې ته د سرحدي ساتونکو له خوا راوړل کیږي.
انځور: DW/D. Cupolo۱۷ کلن تونسې دیها همامي وایي چې هغه د سیمه ییزو اوسیدونکو په ستونزو پوهیږي خو دا موضوع په لمپیدوزا کې د مهاجرو د ثبتولو مرکز تر شتون لویه ده. هغه وایي: «زه هیڅ هم نه غواړم، یوازې غواړم په سوله کې ژوند وکړم. په تونس کې موږ بیر نه شو څښلای او د موسیقې اوریدو اجازه نه لرو. موږ هلته له سختو ستونزو سره مخامخ یو، خو نه غواړو چې ایتالیاویان هم له ورته ستونزو سره مخامخ شي.»
انځور: DW/D. Cupoloد سه شنبې په ورځ اعتراض کوونکي معترضین له پلازا څخه ووتل او یو بل ځای ته ولاړل. یمني کډوال وایل مارش وایي: «موږ نه غواړو چې دلته ووسو ځکه د دې ځای خلک موږ نه غواړي نو تر هغه وخته پورې به اعتراضونه وکړو چې موږ له دې ځایه وباسي.»
انځور: DW/D. Cupoloپه روم کې د لاریون کوونکو مهاجرینو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب
د روم په پیازا انډیپینډینزا کې د پولیسو له خوا له یوې څلور لارې د مهاجرینو د ایستلو له امله سختې نښتې شوي. د ځواک استفادې سیاسي جنجالونه هم راپارولي دي.
انځور: ANSA/A. Carconiد تخلیه کولو پر وړاندې مقاومت
د روم د ریلونو مرکزي تم ځای ته څیرمه پیازا انډیپینډینزا ته ایټالیوي پولیس د پنجشنبې په سهار راورسیدل څو دغه سیمه له را ټولو شوو مهاجرینو تخلیه کړي. له ایریتیریا او ایتوپیا څخه شاوخوا ۱۰۰ مهاجرین د شنبې ورځې راهیسې هغه مهال چې سیمې ته څیرمه له یوې ودانۍ وایستل شول، په دې ځای کې میشت شوي وو.
انځور: ANSA/A. Carconiهغه مهال چې لاریون کوونکو مهاجرینو پر پولیسو باندې د لرګیو او تیږو ګوزارونه پیل کړل، پولیس اړ شول چې اوښکې بهوونکی ګاز او له اوبو څخه کار واخلي. په یوه خپره شوې اعلامیه کې پولیسو ویلي چې ځینې مهاجر د ګازو په بوتلونو سمبال وو او ځینې یې استفاده کړي. پولیسو ویلي چې یو شمیر پولیس افسران په بوتلونو او تیږو ویشتل شوي او مرچ لرونکې سپرې ورباندې کارول شوې. پولیس وايي دوه کسان یې نیولي دي.
انځور: ANSA/A. Carconiله ځواک او زور څخه ډیر کار اخیستل
بې پولو ډاکټرانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پیښه کې ۱۳ مهاجرین ټپیان شوي دي. د بخښنې نړیوال سازمان د چارواکو لخوا له زور څخه کار اخیستل غندلي دي. په ایټالیا کې د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي مشر، ګیاني روفیني ویلي چې «د پولیسو عکس العمل، د هغوی کړنې او د تجهیزاتو کارول په بشپړه توګه بې تناسبه دي او دا د منلو نه دي.»
انځور: ANSA/A. Carconiتر تخلیې وروسته، ځینې مهاجرین د ریلونو مرکزي تم ځای ته څیرمه د سړک پر غاړه میشت شول او وروسته په ډلو ډلو سره یې قدم وهل پیل کړل او د ریلونو تم ځای ته څیرمه یې سړکونه بند کړل. دوی نارې وهلې چې «موږ ترهګر نه بلکې مهاجر یو» او ځینو نارې وهلې چې «ایټالیا شرم وکړه». دغه ډله کسان بیا یوځای سره راټول شول چې پولیسو یې د پاشلو هڅه کوله.
انځور: ANSA/A. Carconiیوې میرمنې وویل چې دوی [پولیسو] موږ له ویښتو نیولو، او ان په لرګیو یې وهلي یو. دا بد کار دی، موږ سیاسي مهاجرین یو او موږ قانوني اسناد لرو. په تخلیه شوې ودانۍ کې زیاتره مهاجرین له ۲۰۱۳م کال راهیسې میشت وو.
انځور: ANSA/A. Carconiد تخلیه کولو دغې هڅې پراخ سیاسي کړکیچ رامنځته کړی. دغه نیوکې په ځانګړې توګه د روم ښاروال ته متوجه دي. سیمه ایزه حکومتي اداره او د ایټالیا پر دموکرات ګوند هم سختې نیوکې شوي دي. په ورته وخت کې نیمه ښي اړخو د چارواکو د دغه اقدام او عکس العمل هرکلی کړی.
انځور: ANSA/A. Carconiدغه نښتې په ایټالیا کې د وروستیو ننګونو یوه تازه بیلګه ده. ایټالیا ته هر کال له شمالي افریقا او منځني ختیځ څخه په زرهاوو تازه مهاجرین رسیږي. د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې ایټالیا ته له ۹۷ زره څخه ډیر مهاجرین رسیدلې دي.
انځور: ANSA/A. Carconi