سعودي ایران ته د جاسوسۍ په تور ۳۲ کسان محاکمه کړي
۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبهد سعودي عربستان خبري سرچینو اعلان کړی دی چې د ریاض ځانگړي جنایې محکمې د فبروري میاشتې پر ۲۱نېټه ۳۲ تنه د «ایران له پاره د جاسوسي هستې» جوړولو په تور محاکمه کړي دي.
د «العربیه» تلویزوني شبکې د «عکاظ» ورځپاڼي په حواله رپوټ ورکړی دی چې په محاکمه شوو کسانو کې ۳۰ تنه سعودي شعیه گان یو ایرانی او یو افغان شامل دي.
د رویترز خبري آژانس په حواله د عربستان امنیتي چارواکو شاوخوا درې کاله مخکې د یوې داسې ۲۷ کسیزې شبکې د کشفولو خبر ورکړی وو چې د ایران له پاره یې کار کاوه. څو میاشتې وروسته اعلان وشو چې دغو کسانو د تحقیقاتو پر مهال د دغې شبکې د نورو پنځو تنو نومونه هم افشا کړي دي.
د ایران د لارښود په امر ورانکارۍ
العربیه وړاندی لیکلي دي چې دغه کسان د ایران له استخباراتي کړیو سره د اړیکې درلودلو، د امنیت خرابولو او پر پوځي او اقتصادي تاسیساتو د ویجاړونکو عملیاتو له لارې د گډوډۍ په رامنځته کولو تورن شوي دي.
د سعودي عربستان لوې څارونوالۍ پر دغو کسانو د لگول شوو تورونو له جملې څخه یو یې په دې ډول سره اعلان کړ: «د ایران د رهبر خامنه ای، او نور امنیتي چارواکو په امر د سعودي عربستان په پادشاهۍ کې د قطیف په سیمه کې د ورانکارۍ او گډوډۍ رامنځته کول.»
په ریاض کې د جزا محکمه وایې تورن شوو کسانو داسې «منع کړل شوي کتابونه، کمپیوترونه او تجهیزات» په اختیار کې درلودل چې کولای شي عامه نظم او د سعودي عربستان امنیت په خطر کې واچوي.
د قطیف سیمه د سعودي عربستان په ختیځ کې پرته ده چې اکثره اوسیدونکي یې شعیه مذهبه دي. وروسته تر دې چې په دې سیمه کې د شعیه گانو روحاني مشر نمر باقر النمر په دار وزړول شو، د ایران په پلازمېنه تهران او مشهد کې یو شمیر پاریدونکو مظاهره کوونکو د سعودي عربستان پر نمایندگۍ او سفارت برید وکړ او اور یې ور واچاوه.
د عادل جبیر د تورونو په اړه د ایران غبرگون
ریاض په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د برید په غبرگون کې له دغه هیواد سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې. تیره اونۍ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر اعلان وکړ چې تر دې وروسته به په تهران کې د سوئیس سفارت د سعودي عربستان دیپلوماتیکي چارې پر مخ وړي.
په همدې وروستیو کې جبیر ایران د یو شمیر سعودي دیپلوماتانو پر وژنې تورن کړ، خو د دغو دیپلوماتانو د هویت، او وژل کیدو وخت او ځای په اړه یې څه ونه ویل.
د ایسنا خبري آژانس په حواله د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند حسین جابري انصاري، د دوشنبې په ورځ د یوه خبري غونډې پر مهال د الجبیر د ادعاو په غبرگون کې وویل:«د کله راهیسې نه چې عادل الجبیر پر دغې دندې گمارل شوې ډیري وختونه د هغه خبرې د دې پر ځای چې واقعیت ته نږدې اوسي، ټوکو ته نږدې دي.»