1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي د پاکستاني پوځ مشر د شاه عبدالعزیز په مډال ونازوه

شمس الرحمن ناصر | صلاح الدین زین
۱۴۰۴ دی ۱, دوشنبه

سعودي عربستان ویلي دي چې فیلډ مارشل عاصم منیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د «ستراتیژیکو اړیکو او همکاریو د پیاوړې کولو په برخه کې د ډیرو ښو کوښښونو په پار» د پادشاه سلمان په امر د شاه العزیز په مډال ونازول شو.

آرشیف انځور: یلډ مارشل عاصم منیر او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان
آرشیف انځور: اصم منیر تیر د ۲۰۲۴م کال د مارچ په ۲۰ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره په جده کې لیدلي وانځور: Saudi Press Agency/APA Images/ZUMA/picture alliance

سعودي عربستان د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د اسلام آباد او ریاض ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د مستحکم کولو په برخه کې د هغه د اغیزمن رول له کبله د «شاه عبدالعزیز په اعلی درجه مډال» نازولی دی.

د سعودي خبري آژانس د رپوټ په حواله د سعودي د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز، په ریاض کې د یوه ملاقات پر مهال نوموړي ته دا ویاړ وربخښلی دی.

شهزاده خالد بن سلمان، په دې اړه په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه مډال د دواړو پخوانیو شریکانو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تقویه کولو په برخه کې د فیلډ مارشل عاصم منیر د پام وړ هڅو څرګندویې کوي. عاصم منیر دغه مډال د یکشنبې په ماښام په ریاض کې له شهزاده خالد سره د ملاقات پر مهال ترلاسه کړ.

په ملاقات کې پر کومو موضوعاتو خبرې شوي؟

د سعودي خبري آژانس په حواله د خبرو اترو په جریان کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو، دفاعي همکاریو او د نړیوال امنیت او ثبات ملاتړ پر هڅو بحث وشو.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې «دواړو خواو د سعودي عربستان او پاکستان د تاریخي اړیکو او په دفاعي برخه کې د ستراتیژیکو همکاریو ارزونه وکړه او د دې ترڅنګ یې د نړیوالې سولې او امنیت د بنسټونو د مستحکمه کولو له پاره پر هڅو سربیره، د ګډو ګټو پر مسایلو خپل نظرونه تبادله کړل.»

د اسلامي هېوادونو کنفرانس او د افغان نجونو د زده کړو ستونزه

32:03

This browser does not support the video element.

د سعودي دفاع وزیر د ټولنیزو رسنیو په ایکس شبکه کې په یوه پوسټ کې ویلي: «د حرمین شریفین د متولي په لارښوونه ما د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د شاه عبدالعزیز په اعلی درجه میډان ونازوه.»

د پاکستاني پوځ اعلامیه

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (آي ای اس پي آر) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ملاقات پر مهال دواړو خواو د ګډو ګټو چارو ترڅنګ، د سیمه ایز امنیت پر وضعیت، پوځي، دفاعي او ستراتیژیکو همکاریو او نوو را پورته کیدونکو جیو پولیتیکو ننګونو خپل نظرونه تبادله کړل.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «دغه خبرې اترې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ ژورې تاریخي او د ورورولۍ اړیکې تاییدوي.» 

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې زیاته کړې ده: «له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیت د پرله پسې هڅو ترڅنګ، دا د سیمه ایز امنیت او ثبات له پاره د همکاریو ښکارندویي هم کوي.»

په نومبر میاشت کې د سعودي عربستان د وسله والو ځواکونو مشر له پاکستان سره د دفاعي او ستراتیژیک مشارکت د پراخولو هیله څرګنده کړې وه.

بیا د دسمبر پر دریمه نیټه فیلډ مارشل عاصم منیر هم په یوه اعلامیه کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ پر روانو «مستحکمو دفاعي همکاریو» ډاډ څرګند کړی و.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل