1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سعودي عربستان: جوماتونه به د روژې په میاشت کې هم تړلي وي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د سعودي عربستان د چارواکو په وینا د کرونا د وبا له کبله به په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې عامو مسلمانانو ته په روژې میاشتې کې د عبادت ترسره کولو اجازه نه وي. دغه دواړه ځایونه په نړۍ کې د مسلمانانو سپیڅلي ځایونه دي.

BG Coronavirus Saudi Arabien Pilger
انځور: Reuters

له ټولې نړۍ څخه هر کال په سلونو زره کسان په ځانګړې ډول د روژې په میاشتې کې د عبادت له پاره په مکه کې خانه کعبه او په مدینه کې مسجد نبوي ته ځي. دغه ځایونه لا ترمخه د عامو مسلمانانو د عبادت ترسره کولو پر وړاندې تړل شوي دي.

د دغو دواړو مذهبي ځایونو د چارو سنبالونکي شورا له لوري د ټویټر په یوه پیغام کې راغلي دي چې په روژې میاشتې کې په دغو مسجدونو کې د عبادت د نه ترسره کولو پریکړه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه شوې ده. د حرمین شریفین د چارو سنبالونکي شورا مشر شیح ډاکټر عبدالرحمان بن عبدالعزیز السدیس، د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې «په دغو دواړو مسجدونو کې به د روژې په میاشت کې لمونځ ترسره کیږي، خو د تیر په څیر به هلته عامو مسلمانانو ته د عبادت له پاره د تګ اجازه نه وي.»

د السدیس په خبره په حرمین شریفین کې د معمول عبادت لا ترمخه ځنډول شوي وو، خو اوس د روژې په میاشتې کې د دغه ځنډ د غځولو احتیاطي پریکړه د دې له پاره شوې ده چې د دغه ویروس د خپریدو د مخنیوي او په دواړو مسجدونو کې د هر ډول احتمالي ویروس د ختمولو له پاره روانې چارې ګړندی کړی شي.

کرونا ویروس کابو په ټوله نړۍ کې دوه نیم میلیونه کسان اغیزمن کړي دي او د دغه ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر تر۱۷۵ زرو کسانو اوښتی دی.

په سعودي عربستان کې تر یوولس زره زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او ۱۰۹ کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل