1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

سعودي عربستان د اسرائیل پر وړاندې خپل هوایي قلمرو پرانیزي

۱۴۰۱ تیر ۲۴, جمعه

سعودي عربستان د هوايي ترافیک له پاره په قانون کې په بدلون راوستلو سره له اسرائیل سره د اړیکو د نزدې کیدو په حال کې دی. د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان دا ګام «تاریخي» بللی دی.

Coronavirus Israel Tel Aviv | Ben Gurion International Airport | geparkte Flieger
آرشیف انځورانځور: Gil C. Magen/Xinhua/picture alliance

د سعودي عربستان د هوايي چلند ادارې د پنجشنبې په شپه ناوخته اعلان وکړ چې په راتلونکي کې به د سعودي هوایي قلمرو «د ټولو هغو هوایي شرکتونو پر وړاندې پرانیستی وي» چې د دوی له قلمرو څخه د تیریدو له پاره اړین شرایط پوره کړي. په دې سره به پر اسرائیلي الوتکو لګیدلی بندیز چې په وروستیو کلونو کې یو څه نرم شوی و، پای ته ورسیږي. د سعودي عربستان له لوري دا اعلان منځني ختیځ ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د سفر پر مهال شوی دی چې سعودي ته هم د هغه سفر پلان شوی دی. بایدن د سعودي عربستان د مشرتابه دا ګام «تاریخي پریکړه» بللې ده.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اسرائیل او سعودي عربستان دیپلوماتیکي اړیکي نه لري او د ریاض حکومت اسرائیل د یوه دولت په توګه په رسمیت نه پيژني. له دې کبله د سعودي له لوري په خپرې شوې رسمي اعلامیه کې صریحا د اسرائیل نوم نه دی یاد شوی. د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې دواړه هیوادونو له اوږدې مودې راهیسې د پردې تر شا په امنیتي موضوعاتو کې ګډ کار کوي، ځکه چې دواړه هیوادونه له خپل ګډ دښمن ایران څخه د ګواښ احساس کوي او په سیمه کې د ایران مخ پر زیاتیدونکي نفوذ ته په اندیښنې سره ګوري.

سپينې ماڼې د متحده ایالاتو د امنیتي سلاکار جېک سلوان، له قوله لیکلي دي: «ولسمشر بایډن د سعودي عربستان د مشرتابه د تاریخي پریکړې هرکلی کړې او ستایلې یې ده، چې د سعودي عربستان هوایي قلمر پرته له تبعیض څخه د ټولو هوایي شرکتونو پرمخ پرانیزي، چې اسرائيل ته تلونکي او راتلونکي پروازونه پکې هم راځي.»


په اصل کې له اسرائیل څخه ترسره کیدونکو او هلته تلونکو الوتنو باندې بشپړ بندیز وو، خو سعودي عربستان د اسرائیل او متحده عربي اماراتو او همداشان بحرین ترمنځ کیدونکو الوتنو باندې دغه بندیز ختم کړی وو. دغو دواړو هیوادونو (متحده عربي امارات او بحرین) په ۲۰۲۰م کال کې د متحده ایالاتو په منځګړتوب له اسرائیل سره دیپلوماتیکي اړیکې پېل کړې. داسې بریښي چې د هوایي قلمرو په پرانیستلو سره سعودي عربستان له اسرائیلو احتمالا د اړیکو غځولو ته پرانیستی دی.

د سعودي عربستان له لوري د هوایي قلمرو پرانیستل به د تایلند او چین په څیر هیوادونو څخه د سفر واټن یو څه راکم کړي، چې اسرائیل ته به ېې د تګ له پاره نسبتان اوږده لاره وهله. د هند د هوایي شرکت «ایر انډیا» له پاره استثنایي مقررات شته د تل ابیب ته د تګ راتګ پرمهال یې پرواز دوه ساعته رالنډیږي.

بایډن به د جمعې په ورځ په مستقیم ډول له اسرائیل څخه جدې ته تلونکي پرواز کې سفر وکړي. د متحده ایالاتو د ولسمشر تر ټاکل کیدو وروسته دا منځني ختیځ ته د بایډن لومړنی سفر دی.

ډي پي اې/س.ر./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب