1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سعودي عربستان د عمرې مراسم په مؤقتي توګه ځنډولي

۱۳۹۸ اسفند ۱۵, پنجشنبه

سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپريدو د مخنيوي له امله، په مدينه او مکه ښارونو کې د عمرې مراسم په موقتي توګه درولي دي. د دغه اقدام دليل، په ايران او عراق کې د کرونا ويروس ثبت شوې پيښې او د دغې ناروغۍ له امله مړينې دي.

Coronavirus in Saudi-Arabien Mekka
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Nabil

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۴مه) اعلان وکړ چې د عمرې مراسم، د سعودي عربستان او د نورو هیوادونو اتباعو له پاره د تعليق په حال کې راولي. سعودي عربستان دغه تصیم وروسته له هغې نيولی چې د دوشنبې په ورځ، د سعودي عربستان روغتيايي چارواکو په دغه هيواد کې په کرونا ويروس د یوه کس د اخته کیدو يوه پيښه ثبت کړه. خو د رپوټونو له مخې، عربستان تر دې وړاندې هم د مکې او مدينې ښارونو ته له خارج څخه د ورتلونکو زيارت کوونکو پر مخ د خپلو سرحدونو د تړلو اعلان کړی وو. 

د آلمان خبري آژانس، د رياض له ښاره د عربستان د چارواکو په حواله ليکي چې په کرونا ويروس اخته شوی کس د سعودي عربستان اوسيدونکی دی چې تر دې وړاندې له ايران څخه بحرين او بيا له هغه ځايه خپل هیواد ته راستون شوی دی.

په عربستان کې د سه شنبې په ورځ د کرونا يوه پيښه ثبت شوېانځور: picture-alliance/Photoshot/Tu Yifan

تيره اوونۍ سعودی عربستان مدينې ښار ته د زيارت کونکو داخليدل منع کړي وو. د مديني ښار ته سفر او په مسجدالنبي کې حضور پيدا کول، د عمرې له مراسمو څخه يو دی.

د عربستان رسمي خبري آژانس هم په دې اړه رپوټ ورکړی او ويلي یې دي چې د عربستان د چارواکو له خوا د عمرې مراسمو ځنډولو تصميم، د مسلمانانو «دوو مقدسو ځايونو» يعنې د مکې او مدينې په ښارونو کې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په برخه کې د سعودي عربستان د هڅو يوه برخه ده.

هر کال له ټولې نړۍ څخه په ميليونونو مسلمانان د عمرې حج مراسمو د ترسره کولو له پاره سعودي عربستان ته ځي. 

د فارس خليج په څنډو کې پرتو هيوادونو کې تر اوسه د نوي کرونا ويروس په لسونو پيښې ثبت شوي دي. دغو هیوادونو ويلي دي چې په دغه ویروس زیاتره اخته شوي کسان، له ايران څخه راستانه شوي دي.

د ايران د عامې روغتيا وزارت له خوا د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۴مه) د خپرو شوو ارقامو له مخې، په دغه هيواد کې د کرونا ويروس له امله ۹۲ تنه مړه شوی دي. دغه وزارت په ویروس د اخته شوو کسانو شمیر ۲۹۲۲ ښودلی چې له ډلې يې ۵۵۲ تنه روغ شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب