1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د قطر پر ضد د پوځي اقدام ګواښ کړی

۱۳۹۷ خرداد ۱۲, شنبه

رپوټونه وايي چې سعودي عربستان خپل ګاونډي هیواد قطر له روسیې څخه د توغندیو د دفاعي سیستم د اخیستلو په صورت کې په پوځي اقدام ګواښلی دی. قطر غواړي له روسیې څخه د «اس ۴۰۰» د توغندیو سیستم راونیسي.

Russisches Raketenabwehrsystem S-400
انځور: picture-alliance/dpa/S. Malgavko

د «لې موند» په نامه یوې فرانسوۍ ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون لومړۍ نېټه) په خپل یوه رپوټ کې د ترلاسه شوو معلوماتو په اساس لیکلي چې ریاض د فرانسې ولسمشر ته یو لیک لیږلی او د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون څخه یې د روسیې او قطر د معاملې د پرمختګ د مخنیوي په برخه کې د مداخلې غوښتنه کړې. یادې رسنۍ وړاندې ویلي چې ریاض له ماکرون څخه دغه غوښتنه د سیمې د امنیت او ثبات د ساتلو په موخه کړې ده.

تر اوسه پورې د دې رپوټ د خپریدو په ځواب کې د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ او یا د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له خوا کوم غبرګون نه دی خپور شوی.

سعودي عربستان چې په سیمه کې د نورو عربي قدرتونو لکه متحده عرب اماراتو او بحرین ملاتړ ورسره دی، د تیر کال په جون میاشت کې یې له قطر سره ټولې اړیکې پرې کړې او پر دغه خلیجي هیواد یې تور پورې کړ چې ایران ته نږدې د اسلام پاله سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي. ایران په سیمه کې د سعودي عربستان یو له رقیبانو څخه شمیرل کیږي.

د سعودي عربستان او قطر ترمنځ د اړیکو تر پریکیدو وروسته، ریاض پر قطر باندې اقتصادي بندیزونه هم وضع کړل، خو قطر بیا په وار وار سره د سعودي عربستان له خوا وضع شوي تورونه رد کړي.

په سیمه کې د انزوا د مخنیوي په موخه، قطر د روسیې په ګډون د نورو ملګرو لټه پیل کړه. د همدې روان کال په جنوري میاشت کې دغه خلیجي هیواد اعلان وکړ چې له مسکو سره د د «اس ۴۰۰» پرمختللو او مغلق توغندي سیستم د اخیستلو پر سر خبرې روانې دي. قطر ویلي وو چې په دې هکله خبرو ډیر پرمختګ کړی دی.

«لې موند» ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي چې د فرانسې ولسمشر ماکرون ته د سعودي عربستان له خوا په لیږل شوي لیک کې د سعودي عربستان پاچا سلمان د دوحې او مسکو ترمنځ د خبرو اترو له کبله خپره ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د کړکیچ د خطر پیښیدو په هکله یې خبرداری ورکړی دی.

یادې ورځپاڼې د سعودي عربستان له خوا د استول شوي لیک په حواله لیکلي: «سعودي عربستان چمتو دی چې پوځي اقدام په ګډون د دغه دفاعي سیستم د لمنځه وړلو له پاره ټول اړین اقدامات عملي کړي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب