1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د مذهب، اومو موادو او اصلاحاتو په منځ کي

۱۳۹۸ مهر ۹, سه‌شنبه

د المانی کار پوه، شټاین بیرگ په نظر د نړۍ بل هیڅ هیواد دومره د دیني عالمانو تر تأثیر لاندي نه دی، لکه سعودي عربستان. په استثنأ د ایران. خو وهابي دیني عالمان تل د شاهي حاکمي کورنۍ سره په تفاهم کي نه وي.

Saudi-Arabien Riad
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/AGF

د برلین د علم او سیاست له مؤسسې څخه د منځني ختیځ  کار پوه، گیدو شټاین بیرگ، چي له لسیزو راهیسي یې د سعودي عربستان په باب مطالعه کړې ده، تر ټولو دمخه د دغه هیواد۲۵۰ کلن تاریخ ته یو نظر اچوي او درې فکټورونه څیړي.

دیني عالمان  نور لږ واکمن دي

ډیر تندلاري وهابيان تر نن ورځي پوري یوه خالصه افراطي ایډیالوژي تعقیبوي، د مثال په ډول غواړي، ټوله زیارتونه ونړول سي. خو په اوس وخت کي شاهي حاکمه کورنۍ کوښښ کوي، د هغوی تاثیر راکم کړي.

د شټاین بیرگ په عقیده، کله چي د تصمیم نیولو موضوع وي، نو دا نن ورځ ځوانو واکمنانو ته پریښودل کیږي.

انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou

تیل اوس هم ډیر مهم دي

سعودي عربستان د تیلو راایستل په ۱۹۳۸م کال کي پیل کړل. نن ورځ دغه هیواد په نړۍ کي د تیلو تر ټولو لوی تولیدونکی او صادرونکی هیواد دی.

سعودي عربستان تر هغه وروسته چي په ۱۹۷۳م کال کي د تیلو بیي لوړي سوې، په خپل هیواد کي ډیر اصلاحات رامنځته کړل. خو په ۱۹۷۹م کال کي یې افراطي وهابيانو په مقابل کي عکس العمل وښود او غوښتنه یې وکړه چي ټولنه دي بیرته پخواني زاړه حالت ته وروگرځي او د جگو تعمیرونو په عوض دي کوډلي جوړي سي.

بیا په نویمو کلونو کي د تیلو د بیو رالویدل دغه هیواد تقریباً له سقوط سره مخامخ کړ او نه یې سوای کولای چي حتی خپله تعین سوې بودجه پوره کړي. په اومو تیلو باندي ددغه هیواد تړلتیا تر نن ورځي پوري محسوسه ده. سعودي عربستان خپل۹۰ فیصده عاید له تیلو څخه پوره کوي.

انځور: Reuters

اصلاحات

خو د شټاین بیرگ په نظر دغه هیواد په طویل المدت کي اصلاحاتو ته اړتيا لري، هغه خبره چي نوي قوي شخص، یعني ولیعهد محمد بن سلمان درک کړې ده.

شټاین بیرگ زیاتوي، چي د سعودي مطلق العنانه واکمني د۷۰ یمو کلونو په مقایسه تغیر سوې ده. نن ورځ پر دغه هیواد باندي دوه کسان حاکم دي، چي یو پاچا سلمان ابن عبدالعزیز دی، کوم چي صحت یې ښه نه دی او بل ولیعهد محمد بن سلمان دی. که څه هم د ژورناليست قاشوقجي تر قتل وروسته احساسیدله چي هغه کمزوره سوی دی، خو داسي نه ښکاري.

انځور: picture-alliance/dpa/Saudi Press Agency

د شټاین بیرگ په نظر د بن سلمان له پاره مطلق العناني او اصلاحات یو د بل خلاف نه دي. هغه څه چي څو کلونه مخکي یې لا امکان موجود نه وو. د شټاین بیرگ په خبره بن سلمان واقعأ هم زوړ سیسټم مات او په لنډ وخت کي یې ډیر اصلاحات رامنځته کړل. دی زیاتوي: «زه معتقد یم چي هغه واقعاً د دې چانس لري چي یو لوی اصلاح غوښتونکی وگرځي، په دې شرط چي اقتصادي بریالیتوبونه هم ولري.«

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل