1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د مسجدونو او دفترونو د پرانيستو پريکړه کړې

۱۳۹۹ خرداد ۶, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې د نړۍ په اکثرو هيوادونو کې د کرونا له وجې لگول شوی ټول بندیز يو څه نرم کړل شوی، د سعودي عربستان حکومت هم د جون له لومړۍ نیټه څخه د مسجدونو او دفترونو د پرانيستلو پريکړه کړې ده.

Frauen beim Einkauf in Riad
انځور: picture alliance/JOKER/K. Eglau

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو په حواله د کرونا ويروس تر اوسه د نړۍ د مختلفو برخو ۱۸۸ هېوادونو ته رسيدلی دی او د خپريدو لړۍ یې لا دوام لري. تر اوسه ۵۵ لکه کسان په دې ويروس اخته شوي او د مړو شويو شمير شا او خوا درې نيم لکه ته رسيدلی دی.

په همدې حال کې د سعودي عربستان چارواکو د می میاشتې له ۳۱ نیټې وروسته د مسجدونو او دولتي او شخصي دفترونو د پرانيستو اجازه ورکړې ده او ويل شوي چې د جون له ۲۱ نيټې څخه به د مکې معظمې پرته په نور ټول هېواد کې گرځبندیز هم لغوه کړل شي.

د مسلمانانو په دغه مقدس ښار کې به د جون تر۲۱ نیټې وروسته هم د غرمې له دريو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې گرځبندیز نافذ وي. د کرونا وبا د مخنيوي په موخه سعودي عربستان په څو ځلي په مختلفو وختونو کې گرځبندیز وضع کړی وو خو د اختر په شپو او ورځو کې یې د مي له ۲۳ څخه تر ۲۷نيټې پورې په ټول هېواد کې ۲۴ ساعته گرځبندیز لگولی وو.

د سعودي عربستان چارواکو ويلي دي چې د اختر د رخصتۍ پر وخت چې یې په هیواد کې کوم گرځبندیز وضع کړی وو، د هغې موده به لنډه کړای شي. چارواکو په هېواد کې دننه پر سفر د بندیز د لغوه کولو اعلان هم وکړ. همداشان د جون له لومړۍ اوونۍ څخه په دولتي او شخصي دفترونو کې د کار اجازه هم ورکړل شوې ده.

د نورې نړۍ حال

د آلمان د روبرت کوخ انستيتيوت د تازه شمیرو په حواله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په آلمان کې د کرونا ويروس ۴۳۲ نوې پېښې ثبت شوی دي. په دې توگه دلته د کرونا د مريضانو ټول شمیر له يو لک ۷۹ زرو لوړ شوی دی. په همدې موده کې ۴۵ نور کسان په دې مرض مړه شوي هم دي چې په دې توگه په آلمان کې د کرونا د مړينو شمير ۸۳۰۲ ته رسېدلی دی.

په دې هيواد کې له کرونا ويروس څخه د اغیزمنو شوو کابو ۹۰ سلنه بيرته رغېدلي دي. د اروپا د نورو هېوادونو په څېر په آلمان کې هم بندیزونه وار په وار نرميږي. په تورنگن ايالت کې چېرته چې دا ويروس ډېر نه وو خپور شوی، ټول محدوديتونه لغوه کړل شوي دي.

انځور: Getty Images/J. McCarthy

په بريتانيا کې هم د کوويد ۱۹ له ناروغۍ څخه د اغیزمنو کسانو شمير له دوه لکه ۶۲ زره څخه زيات شوی دی او تر اوسه دې ويروس ۳۷ زره کسان وژلي دي. بريتانيا د مړينو د کچې له کبله دويم مقام لري. په هسپانيا کې د اغیزمنو کسانو شمير دوه لکه ۳۵ زره دی او تر اوسه کابو ۲۷ کسان مړه شوي دي.

په ايتاليا کې بيا د کرونا له وجې د اغیزمنو شمير شا او خوا دوه لکه ۳۰ زره دی او تر اوسه یې له کبله ۳۲زره او ۸۷۷ کسان مړه شوي دي. په فرانسه کې څه کم دوه لکه کسان په دې ويروس ککړ شوی دي او ۲۸ زرو یې کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په امريکا کې د کوويد ۱۹ ناروغۍ تر ټولو زيات د نيويارک ښار ځپلی دی چیرته چې تر ۲ لکه زيات کسان اغیزمن شوي او تر۲۰ زرو زيات مړه شوي دي.

په ټوله امريکا کې بيا د دې وبا له کبله تر ۱۶ لکه او ۶۲ زره زيات کسان اغیزمن شوي. په دغه هېواد کې تر اوسه تر ۹۸ زره زيات کسان په کرونا مړه شوي دي او لړۍ لا دوام لري. تر امريکا وروسته دویم مقام برازيل لري چېرته چې د اغیزمنو شمير تر څلورو لکو اوښتې دی او تر اوسه په دې ويروس تر ۲۳ زرو زيات کسان مړه شوي دي.  په برازيل کې هم بيا د تازه پېښو او مړينو شمير په چټکۍ سره مخ پر زياتېدو دی.

په روسيه کې تر اوسه په درې نیم لکو کسانو کې دغه ويروس تشخيص شوی دی او ۳۶۳۳ کسان پرې مړه شوي دي.

په نوي زيلاند کې بيا د کرونا تقريباً کنترول شوې ده او چارواکو ويلي چې دمگړۍ د کرونا يوازې يو مريض په يوه روغتون کې بستر دی. په ټول هېواد کې دمگړۍ د کرونا د مثبتو پېښو شمير ۲۲ ښوول شوی دی. په نوي زيلاند کې د کرونا کابو ۱۵۰۰ پېښې ثبت شوې وې چې له دې اخته کسانو څخه یې يوازې ۱۲ مړه شوي او نور ټول رغېدلي دي. خو تر ټولو مهمه خبره داده چې په می میاشت کې هلته هيڅ نوې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب