1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د يو میلیون زیارت کوونکو کوربه دی

۱۴۰۱ تیر ۱۳, دوشنبه

سعودي عربستان په ۲۰۱۹م کال کې د کرونا وبا تر خپریدو وروسته سږکال د لومړي ځل له پاره د يو میلیون زیارت کونکو هرکلی کوي. د طالبانو د حکومت چارواکو ويلي دي چې ټول افغان زیارت کوونکي سعودي ته رسيدل دي.

Saudi Arabia Hajj - muslimische Pilger
سعودي عربستان کې د حج مراسم - آرشیف جولای ۲۰۲۱انځور: picture alliance/AP

د مکې ښار په کوڅو کې دا وخت د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه د حج په مراسمو کې د ګډون له پاره رسيدلي مسلمانان په سپينو جامو کې لیدل کيږي.

په ښار کې زیارت کوونکو ته په داسې حال کې د ښه راغلاست بننرونه لګول شوي، چې په وسلو سمبال امنيتي ځواکونه بیا د امنيت د تامين په موخه پر ګزمو بوخت دي. د مکې ښار د مسلمانانو د پيغمبر حضرت محمد، د پيدايښت ځای او د مسلمانانو له پاره تر ټولو مقدس ښار دی.

تر څو کلونو ځنډ وروسته د حج مراسم

سعودي عربستان ته رسيدلي زیارت کونکي خوښ دي چې د کرونا وبا له کبله تر درې کلن ځنډ وروسته بیا د حج کولو عمومي شرایط ورته مساعد شوي دي.

سوډاني زیارت کوونکي عبدالقادر خدر، په مکې ښار کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا په مطلقه توګه د خوشحالۍ ځای دی.» خدر زیاته کړه: «زما باور نه کیږي چې زه دې دلته یم. زه له هرې شېبې خوند اخلم.»

تمه کیږي چې د حج مراسم به له چهارشنبې ورځې څخه پيل شي. حج، د اسلام دين د پنځو ارکانو څخه يو دی چې ترسره کول ېې په شرایطو برابر مسلمان ته په ژوند کې يو ځل فرض دی.

د طالبانو حکومت ويلي دي چې «ټول ۱۳ زره او ۵۸۲ افغان حاجیان سعودي عربستان مکې معظمې ښار ته رسيدلي دي»انځور: AFP/Getty Images

د حج مراسمو ته د تلونکو کسانو لومړنۍ ډله عربستان ته ورسیده

سږکال په سعودي عربستان کې د مسلمانو په دغو ديني مراسمو کې یو میلیون مسلمانان ګډون لري چې له دې ډلې ۸۵۰ زره ېې له بهرنیو هیوادونو څخه دي. د سعودي عربستان چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې له بهر څخه د زیارت کونکو د ورتللو پروسه ادامه لري او تر اوسه ۶۵۰ زره زیارت کونکي ورسيدلي دي.

افغان حاجیان

د افغانستان ملي راډيو تلویزیون چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، د دوشنبې په ورځ (د جولای ۴مه) وويل چې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د تلونکو زیارت کوونکو وروستی پرواز هم ترسره شو. د طالبانو د حکومت د یوه ویاند په حواله ویل شوي دي چې «ټول ۱۳ زره ۵۸۲ افغان حاجیان د سعودي عربستان مکې معظمې ښار ته رسيدلي دي».

طالبانو وزارتونو ته د ښځو له پاره د حجاب د مقرراتو د عملي کولو لارښوونه کړې

په ۲۰۱۹م کال کې د حج په مراسمو کې شاوخوا دوه نیم ميلیونه خلکو ګډون کړی وو. تر هغه وروسته د کرونا وبا په خپریدو له بهر څخه پر ورتلوونکو زیارت کونکو بندیز ولګید. په دغو کلونو کې يوازې خپله د سعودي عربستان اتباعو او سعودي میشته کسانو له پاره د حج مراسمو ترسره کولو اجازه ورکول کیده خو شمیر یې بیا تر ۱۰ زرو پورې محدود وو. وروسته بیا

دغه شمیر تر شپيتو زرو لوړ شو خو شرط يې دا وو چې ګډونوالو باید د کرونا واکسينونه په بشپړه توګه اخیستلي وي.

تر ۲۰۱۹م کال وروسته د کرونا وبا د خپریدو له کبله د حج په مراسمو کې محدود شمیر کسانو د ګډون اجازه درولودهانځور: Saudi Ministry of Hajj and Umra/AFP/Getty Images

د ماسک تړل؟

د سعودي عربستان په اکثرو سرپټو ځایونو کې نور د ماسک اغوستل اجباري نه دی، خو چاروکي به د مکې په حرمین او شریفین کې د ماسک اغوستل اجباري کړي. همدارنګه د حج مراسمو ته له بهر څخه تللي ټول زیارت کوونکي باید د کرونا د «PCR» تیست منفي نتيجه له ځانه سره ولري.

چارواکو ويلي دي چې د حرمین شریف مسجد به په ورځ کې لس ځله د څه باندې ۴۰۰۰ نارینه او ښځينه کارګرو له خوا مينځل کیږي، چې په هر ځل مينځلو کې به له ۱۳۰ زره ليټرو څخه ډيرې اوبه مصرفيږي.

سعودي عربستان د کرونا وبا له پيل راهيسې  د دغې ناروغۍ ۷۹۵۰۰۰ مثبتې پيښې ثبت کړې چې ۹۰۰۰ زره ېې د مړينې دي. د سعودي عربستان نفوس شاوخوا ۳۴ میلیونه دی.

KS/MS (AFP)

د ۲۰۱۹میلادي کال د حج مراسمو انځوریز البوم (آرشیف):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب