1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سعودي عربستان: د کرونا ویروس دولتي بنیادونه لړزولي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

سعودي عربستان د کرونا له ویروس څخه دوه چنده اغیزمن سوی. له یوې خوا په نړیواله سطحه د تیلو د بیې راکښته کیدل او د بلي خوا د محافظه کاره روحانیانو د بیرته راتګ خطر. اوس دغه هیواد د يوې دوې لاري سره مخ دی.

Saudi-Arabien Diriyah Coronavirus
انځور: picture-alliance/abaca/Balkis Press

سعودي عربستان د کرونا له بحران‌ سره لاس او ګریوان دی او هغه هم له دوو جهتونو. د اوپیک د غړو نورو هیوادونو سره په ګډه دغه شاهي سلطنت د اپریل په نیمایی کي د تیلو د تولید پر سخت کمښت باندي تفاهم وکړ چی له مخي به یې د می او جون په میاشت کي د ورځي ۹،۷ میلیون بیرلو ته راکښته سي. دا تر اوسه پوري ۱۰ فیصده کموالی ښیی چي دې کار د نوموړي سازمان په تاریخ کي ساری نه درلود.

خو بیا هم د اوپیک غړي هیوادونه د تیلو د بندلو په برخه کي د مشګلاتو سره مخامخ دي. دا ځکه چي د کرونا د بحران له کبله د تیلو استعمال په بین امللي سطحه تر ۳۰ فیصده پوري راکم سوی دی. د تیلو واردوونکي هیوادونه نور د هغو د ذخیره کولو له پاره ځایونه نه لري. دا چي په اوس وخت کي څوک تیل وانه خلي نو بیه به یې نوره هم راکښته سي. اوس به نو سعودي عربستان هم د روسیې سره د تیلو د بیو پر سر مخکیني جنجال سربیره له دغه حالت سره ځان عیار کړي.

د کرونا ويروس په چټکۍ خپريدل

د تیلو د بیې بحران په داسي وخت کي رامنځته کیږي چي دغه هیواد په کرونا باندي د خپلو اتباعو د ډیر اخته کیدو سره هم مخامخ دی.

انځور: picture-alliance/abaca/Balkis Press

جان هوپکینس پوهنتون د سه شنبه په ورځ په دغه هیواد کي د څه ناڅه ۱۰۵۰۰ کسانو د اخته کیدو څخه خبر ورکړی. ۱۰۳ تنه تر اوسه له دغه ویروس څخه مړه سوي. د اندیښنې وړخبره لا داده چی په ویروس باندي د اخته کسانو شمیر ډیر چټک پرمخ روان دی. د اپریل پر ۱۷ مه لا ۷۱۴۲ تنه د کرونا په ویروس اخته سوي ول.

د نیویارک ټایمز د یوه رپوټ له مخي د اخته کسانو په ډله کي د شاهي کورۍ ۱۵۰ غړي هم شامل دي. ویل کیږي چي شهزاده محمدبن سلمان د یو تعداد وزیرانو سره یوځای د سرې بحیرې پرغاړه جِدې ښار ته تللی دی.


د نورو هیوادونو څخه راغلو کارګرانو نامعلوم وضیعت

د نوموړي هیواد په ډیرو ښارونو کي چی ریاض هم پکښي شامل دی، ۲۴ ساعته بندیز اعلان سوی. د هیواد په سطحه بیا د ماپښین له درو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پوري پر تګ راتګ باندي بندیز لګول سوی. په ټول سعودي عربستان کي له یوه ښار څخه بل ښار ته تګ راتګ منع اعلان سوی.

د بلي خوا د ۹ میلیونه په شاوخوا کي د میلمه کارګرانو حالت سخت د اندیښنې وړ دی ، دا ځکه چي ددغه خطرناک ویروس پر وخت هغوی په ډکو لاګرونو کې یو بل ته نژدې اوسیږي. ځیني سعودي شرکتونه اوس هغوی ته نور کار او په دې ډول نوره تنخوا هم نه ورکوي. دغه انسانان د نامعلوم سرنوشت سره مخامخ دي.

د مذهبي اصلاحاتو تګلاره د خطر سره مخامخ ده

د کرونا ویروس، د شهزاده بن سلمان له خوا وضع سوي داخلي سیاسی او کلتوري اصلاحات هم ترپوښتني لاندي راوستلي دي. دا پدې معنی ده،چي د کرونا پانډمي به د وهابیانو دپاره، چي بیله هغه هم شاهي کورنۍ ته نژدې دي که یې د بیرته راتګ زمینه برابره هم نه سي، خو ډیره توجه به بیرته ورواړي. په دربار کي د هغوی نفوذ د شهزاده بن سلیمان لخوا راکم سوی ؤ.

وهابیانو چي ترډیره وخته پوري د دربار سره اتحاد او پراخ سیاسي اختیارات درلودل، دهمدې لاري یې په ټولنه باندي هم خپل نفوذ پراخ کړی ؤ. په مقابل کي وهابیانو د خپل مذهبي نفوذ څخه په استفادې سره د ال سعود کورنۍ ته قانونیت وربخښلی ؤ.

بحران کولای سي سعودي عربستان ضعیفه کړي

د پوهي او سیاست د بڼسټ څخه د شتیفان رول په نظر، جوړه چلنجونه لکه د تیلو کښته بیه او کرونا پانډمي د سعودي عربستان له پاره سیاسي او اقتصادي خطرونه رامنځته کوي. دا هرڅه تر ټولو د مخه د شاهي سلطنت د حکومت په رهبري کونکي چلند پوري اړه پیدا کوي.

انځور: picture-alliance/dpa/A. Haider

د اردن د تیلو کارپوه خالد ال زُبیدي د دویچه یلي سره په خبرو کي وایي چي د کرونا له پانډمي سره نه یوازي دا چي سعودي عربستان مبارزه کوي، بلکي په عمومي ډول د خلیج ټول هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي. په ډیریو دغو هیوادونو کي ښایی د عایداتو کمښت او د بودجې کسرونه رامنځته سي. دا کار ښایی ددې سبب سي چي اغیزمن سوي هیوادونه خپلي زیربنایي پروژې له سره تنظیم کړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب