1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سعودي عربستان نړیوال پروازونه لغوه کړل

۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبه

د شنبې په ورځ سعودي عربستان وویل چې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې غواړي د دوو اونیو له پاره نړیوال پروازونه لغوه کړي. تر اوسه پورې په سعودي عربستان کې د کرونا ویروس ۸۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

Pakistan Saudi Arabian Airlines
انځور: picture alliance/dpa/epa/A. Arbab

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې په ۱۴مه نیټه) د سعودي عربستان حکومت ویلي چې د کرونا ویروس د لا ډیر خپریدو د مخنیوي په موخه غواړي چې د دوو اونیو له پاره خپل ټول نړیوال پروازونه لغوه کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله په یوه ټویټري پیغام کې ليکلي: «د [سعودي عربستان] د سلطنت حکومت پریکړه کړې چې د یکشنې ورځې وروسته یعنې د مارچ میاشتې له ۱۵مې نیټې وروسته د دوو اونیو له پاره ټول نړیوال پروازونه د کرونا ویروس د لا ډیر خپریدو د مخنیوي له پاره لغوه کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان خبري آژانس د دې هیواد په کورنیو چارو وزارت کې د یوه چارواکي په حواله ویلي چې د پروزاونو بندیز عمومي دی خو بیا هم استثنا به موجوده وي. دغه خبري آژانس همدا راز د یادې سرچینې په حواله زیاته کړې چې د سعودي عربستان هغه اتباع او په بهر کې میشت سعودیان چې د پروازونو د لغوه کیدو له کبله هیواد ته نه شي راتلی، او یا هیواد ته په راتګ سره قرنطین کیږي، هغوی ته استثنايي رسمي رخصتي هم په پام کې نیول شوي دي.

سعودي عربستان د عمرې د زیارت مراسم هم لغوه کړي دي. انځور: Reuters

د سعودي عربستان د روغتیا وزارت په حواله په دغه هیواد کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس ۸۶ مثبتې پیښې خو د دې ویروس له کبله د مرګ کومه پیښه بیا نه ده ثبت شوې. سعودي عربستان له وړاندې نه ځینو هیوادونو ته خپل پروازونه لغوه کړي وو. د سعودي عربستان چارواکو تر دې وړاندې، د عمرې مراسم هم د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې لغوه کړي وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب