د سعودي عربستان د رسنیو په حواله د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې په ۲۸ نیټه) دوه بالستیک توغندي د پلازمېنې ریاض او شمالي ښار جزان په فضاء کې خنثی کړي دي. د دې خبر تر خپریدو مخکې د فرانسې خبري آژآنس خبریال او سیمه ایزو خلکو د څو چاودنو غږونه اوریدلي او وروسته تر هغې یي له بیړنیو پيښو سره د مبارزې د موټرو د هارنډونو غږونه هم اوریدلي.
د سعودي عربستان د دولتي رسنیو په حواله په پلازمېنه ریاض کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې نه ده معلومه شوې چې دا توغندي له کوم ځایه توغول شوي او نه هم کوم لوري یا شخص د دغو توغندیو د توغولو مسئولیت منلی دی.
په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو شعیه حوثي یاغیانو مخکې تر دې څو واره پر سعودي عربستان توغندي توغولي دي. په وروستي ځل په ۲۰۱۸م کال کې د توغندیو په وسیله د پلازمېنې ریاض د په نښه کولو هڅه شوې وه.
د دغو توغندیزو بریدنو خبرونو، په ظاهره کې په یمن کې د اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې د ختمیدو په اړه هیلې پر اوبو لاهو کړي دي. د سعوي په مشرۍ پوځي ائتلاف د یوه ویاند په حواله دغه توغندیز بریدونه «د حوثي ډلې او د هغې د ملاتړ کونکي ایراني حکومت له خوا د موجودو واقعي خطرونو ښکاریندویي کوي.» په بیانیه کې زیاته شوې ده چې له دې حرکت څخه دا معلومیږي چې دوی د جنګ ختمولو اراده نه لري.
په روانه اونۍ کې یاغي ډلو او د یمن او سعودي عربستان حکومتونو د ملګرو ملتونو د هغې غوښتنې هرکلی کړی وو چې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي وضعیت سره د مقابلې له پاره دې جنګ بند کړای شي.
د کرونا ویروس تر اوسه پورې یمن ته نه دی رسیدلی، خو داسې ویره موجوده ده چې که چیرې دغه ویروس هلته ورسید، نو ډیر سخت تاوان به واړوي، ځکه د تیرو څو کلونو راهیسې روانې جګړې د یمن روغتیایي سیستم تر اندازې ډیر زیانمن کړی دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص
په جنګ ځپلي یمن کې د ناروغانو ناخواله وضعیت
له درو کلونو زیاته موده کیږي چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي. آن روغتونونه هم له کورنۍ جګړې په آمان کې نه دي او په وژونکو ناروغیو اخته ناروغان له روغتیايي مرستو بې برخې دي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
په لوړه بیه درملنه
خالد اسماعیل د خپلې لور ښی لاس ښکلوي. د هغه ۱۷ کلنه لور په سرطان ناروغۍ اخته ده او په همدې دلیل یې باید د درملنې له پاره د خپل کیڼ لاس قطع کیدو ته تن ایښی وی. پلار چې یې هر څه درلودل وپلورل او پور یې هم وکړ، خو له دې سره سره یې د خپلې لور له پاره تر دې د ښې درملنې توان نه درلود. هغه وایي: «جګړې زموږ ژوند ختم کړ. موږ نه شو کولی بهر ته ولاړ شو. دلته مې د لور له پاره تر دې بهتره تداوي نه وه.»
انځور: Reuters/K. Abdullah
د دولتي ملاتړ نه شتون
په پلازمېنه صنعا کې د سرطان تشخیص مرکز، له دوو کلونو راهیسې له حکومت څخه هیڅ مرسته نه تر لاسه کوي. دغه مرکز د نړیوالو مرستندویه سازمانونو لکه د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته خپلې چارې پر مخ وړي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
د سرطان ناروغۍ لرونکو ماشومانو له پاره د چپرکټونو کموالی
د صنعا د سرطان د درملنې په مرکز کې موجود چپرکټونه کوچنیانو ته ځانګړې شوي دي. د تداوۍ دغه مرکز هره میاشت شا او خوا ۶۰۰ ناروغان مني. خو په تیر کال کې ناروغانو ته د رسیدګۍ له پاره د دغه مرکز بودجه یوازې یو میلیون ډالر وه.
انځور: Reuters/K. Abdullah
په انتظار خونو کې درملنه
زیات عمر لرونکي کسان یا په تذکرو کې او یا هم په انتظار خونو کې تداوي کیږي. نوموړي مرکز تر جګړې مخکې په کال کې ۱۵ میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کوله او کولای یې شول چې آن د یمن په نورو روغتونونو کې د تداوۍ مرکزونو له پاره دارو درمل برابر کړي.