1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي یو کس اسرائيلي ژورنالیست سره د مرستې په تور نیولی دی

۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

د سعودي چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې د سعودي یو اوسیدونکي ېې په دې تور نیولی او څاروالۍ ته معرفي کړی چې د مسلمانانو مقدس ښار مکې ته ېې د یو غیرمسلمان ژورنالیست په داخلولو کې همکاري کړې ده.

Saudi-Arabien Dschidda | Sprengstoff-Anschlag
د آرشیف انځور - په جده کې د سعودي عربستان پولیسانځور: AFP

د نيول شوي کس دغه عمل د مکې ښار ته د غیر مسلمان شخص د دننه کیدو له ممنوعیت څخه سرغړونه ښودل شوې ده.

غیرمسلمان شخص اسرائیلي ژورنالیست جيل تاماري دی. نوموړی په سعودي عربستان کې وو تر څو دغه هیواد ته د امریکا د جمهور رئيس جو بایدن وروستی سفر تر خبري پوښښ لاندې ونیسي. ويل شوي چې تاماري له موقع څخه په استفادې په پټه مکې ښار ته دننه شوی، د ښار په اطرافو کې ېې موټر چلولی او د «۱۳ نیوز چينل» په نوم شبکې له پاره ېې یو پروګرام ثبت کړی.

په خپور شوي پروګرام کې تاماري ښودل کيږي چې د مکې ښار د جامع مسجد په اطرافو کې موټر چلوئ په داسې حال کې چې د «غیرمسلمانانو» له پاره د کوڅو نښو نښانو ته هم پام نه کوي. کیدای شي دغه کار د سعودي عربستان او اسرائيل ترمنځ فضا زیانمه کړي.

د مکې ښار د پولیسو يو ویاند، د اسرائيل ژورنالیست د نوم له اخیستلو پرته وويل چې د سعودي یو اوسیدونکی ېې نیولی او عامه سارنوالۍ ته راجع کړل شوی دی. چارواکو ويلي اسرائيلي خبریال «د جرم مرتکب ګرځيدلی» او دوی د هغه قضیه هم عامه څاروالۍ ته استولې ده.

پولیسو ويلي دي: «ټول هغه کسان چې سعودي عربستان ته داخلیږي باید د مقررارتو پابند واوسي او هغه رعایت کړي، په ځانګړې توګه په مقدسو ځایونو کې.» دوی زیاته کړې چې په دې برخه کې «هر ډول تخطي جرم ارزول کیږي چې تحمل کیدلی نشي.»

د آلمان خبري آژانس د سعودي عربستان د حکومتي خبري آژانس (SPA) له قوله لیکي چې پولیسو د نيول شوي کس په اړه ويلی دي چې هغه غیر مسلمان اسرائيلي ژورنالیست سره چې د امریکا تابعیت لري، همکاري کړې او هغه ېې په موټر کې انتقال کړی دی. پولیس زیاتوي چې دغه ژورنالیست د مسلمانانو له پاره د يوې ټاکلې لارې له طریقه د مکې ښار ته دننه کړل شوی چې دا له مقرراتو څخه ښکاره سرغړونه ده.

سعودي عربستان د اسرائيل حکومت په رسميت نه پېژني. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب