1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي فعاله لوجين الهذلول د ترهګرۍ ضد محکمې ته معرفي شوه

۱۳۹۹ آذر ۸, شنبه

د سعودي يوې جزايي‌ محکمې د ښځو د حقونو د دغې فعالې قضيه يوې ځانګړې محکمې ته سپارلې ده چې خورا بد نوم لري. د هغې کورنۍ ويلي چې هغه په زندان کې لا له ربړونو او ځورېدنې سره مخامخ شوې ده.

Saudi Arabien Loujain al-Hathloul
انځور: Getty Images/AFP/Facebook/Loujain al-Hathloul

«کورنۍ مو زما د خور په هکله د هغې د زنداني کېدو راهيسې څه نه دي اورېدلي.»‌ دغه خبره لينا الهذلول وکړه چې د لوجين خور ده. لوجين الهذلول چې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو فعاله ده، د څه باندې دوو کلونو راهيسې په زندان کې ده.

د چهارشنبې په ورځ د هغې قضيه د جرمونو له يوې محکمې څخه د تروريزم ضد يوې ځانګړې محکمې ته انتقال شوه. د هغې خور د جمعې په ورځ دويچه ويله ته وويل چې «نوموړې هلته اوس په يوه لا مخفي ځای کې محاکمه کيږي.»

لينا معلوف چې د بخښنې د نړيوال سازمان د منځني‌ ختيځ او شمالي‌ افريقا د څانګې سيمه يزه مديره ده، دغه کار «يو حيرانونکی اقدام»‌ وباله.

انځور: privat

معلوف دويچه ويله ته ويلي دي چې «دوی هغه يوې ځانګړې جزايي محکمې (SCC) ته انتقال کړه، هغه داسې يو بنسټ دی چې مخالفتونه خاموشوي او په دې بدنام هم دی چې د اوږده حبس داسې امرونه صادروي چې په سختو نيمګړو قضيو پسې جاري کيږي. دا د دې يوه بله نخښه ده چې د بشري حقونو په برخه کې د سعودي عربستان ادعاوې هسې نمايشي دي.»

ولي په سعودي کي ښځي موټر چلولو ته خوشالي دي؟

06:28

This browser does not support the video element.

د موټر چلولو له کبله نيول کېدل

لوجين الهذلول د ۲۰۱۸ کال په می مياشت کې له نورو ښځينه فعالينو سره يو ځای يوازې يو څو اوونۍ مخکې له دې چې پر ښځينه موټر چلونکو بنديز لرې کړل شي، ونيول شوه په داسې حال کې چې موټر يې چلاوه. په دغو ښځو باندې ورپسې له «بهرنيو اړخونو سره د شکمنو اړيکو» تور پورې شو چې د سعودي چارواکو په حواله يې «په خارج کې له متخاصمو عناصرو» مالي ملاتړ کړی او حکومتي کارکوونکي يې جلب کړي دي.

په داسې حال کې چې يو څو نورې بنديانې فعالې آزادې شوې دي، لوجين الهذلول د څه باندې دوو کلونو راهيسې په زندان کې ده. هغې خپلې کورنۍ ته په تکرار سره ويلي دي چې جنسي ځورونه، د برق په واسطه ربړونه او واټر بوردينګ يعنې په اوبو کې د غرقولو د لارې شکنجه يې تجربه کړې ده.

جنيفر هولايس/ن ص/خ ح

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب