سعودي نورو هيوادونو ته: د حج پلان مو وځنډوئ
۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبهد سعودي عربستان حکومت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ويلي دي چې سږ کال د حج د ادا کولو پلان دې تر هغه وخته وځنډوي تر څو د کرونا د وبا په اړه وضعيت روښانه شوی نه وي.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزير صالح بن طاهر بنتن له يوه دولتي تلویزيون سره په خبرو کې وويل: »موږ نړيوالو ته وويل چې حج ته د چمتووالي په نيولو کې دې تلورا نه کوي.«
نوموړي وويل چې د سعودي عربستان له پاره د حاجيانو د روغتيا ډاډمنول او د سعودي د وګړو روغتيا لومړيتوب لري.
د مسلمانانو دا تر ټولو ستره راټوليدنه يعني حج د روان ميلادي کال د جنولای مياشتې په پای کې ده، خو د کرونا ويروس د وبا له وجې د سعودي عربستان له خوا پر ټولنیز ژوند د محدوديت له وجې تر اوسه په دې اړه په حتمي توګه څه ويل مشکل دي چې آیا سږ کال به د حج مراسم ترسره کول امکان ولري او که نه.
هر کال له ټولې نړۍ څخه په سونو زره مسلمانان سعودي عربستان ته د حج ادا کولو له پاره ورځي.
سعودي عربستان پر عمرې لا د مخه بندیز لګولی دی. حکومت د مکې او مدينې ښارونه تړلي دي او هیچا ته هم دې ښارونو ته د داخلیدو او ترې د وتلو اجازه نه ورکول کيږي.
په سعودي عربستان کې تر اوسه د کرونا ويروس ۱۵۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او لس کسان په دې ويروس مړه شوي دي.
په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمير تر اتو نيمو لکو اوښتی دی او تر اوسه یې له کبله تر ۴۲ زرو زيات کسان مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتیرش تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا وبا تر ټولو بد بحران بللی دی. دمګړۍ د کرونا ويروس تر ټولو زيات ناروغان په امريکا متحده ايالاتو کې دي چې شمير یې کابو ۲۰۰ زره دی.
bs/nz (Reuters, ap)