د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي چې پولیسو وکولای شول چې د اسلام په یو تر ټولو سپیڅلي ځای باندې د یوه ترهګریز برید مخه ونیسي. د سعودي چارواکو په وينا یو کس چې غوښتل یې د مکې مکرمې ستر جومات کې چاودنه وکړي، وروسته له هغې چې د امنیتي ځواکونو لخوا په یوه کور کې محاصره شو، ځان ته چاودنه ورکړې.
یاد وزارت همدا راز وویل چې د چاودنې له امله درې پوړیزه ودانۍ نړیدلې، د شپږو بهرنیانو او د امنیتي ځواکونو د پنځو سرتیرو په ګډون په دې پیښه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. د پیښې یو ممکنه انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ښيي چې په یوه کوڅه کې تر چاودنې وروسته خښتې او د نړیدلې ودانۍ نور پاتې شوني پراته دي.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې پولیسو د ترهګریز پلان د شنډولو په موخه د مکې او جدې په ښارونو کې دوه چاپې ووهلې. د دې وزارت لخوا په خپره شوه یوه اعلامیه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د یوې میرمنې په ګډون پنځه جنګیالي نیولي دي. یاد وزارت تر اوسه په دې پیښه کې د کومې ډلې د لاس لرلو په هکله څه نه دي ویلي.
دغه چاودنه داسې مهال کیږي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په سلهاوو زره عبادت کوونکي د سعودي عربستان په مسجد الحرام کې چې د ستر جومات په توګه هم یادیږي راټول شوي ترڅو د روژې د میاشتې پای په ګډه ولمانځي.شعیه اقلیتونه په نښه کیږي
د ۲۰۱۴م کال راهیسې په سعودي عربستان کې وخت نا وخت بمي چاودنې او بریدونه ترسره کیږي چې زیاتره د دې هیواد شعیه مسلمان اقلیتونه په نښه کوي. تیر کال د همدې روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې د مدینې ښار د اسلام د دوهم سپیڅلې ځای مسجد نبوي ته څیرمه په یوه چاودنه کې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په همدې ورځ په سعودي عربستان کې درې ځانمرګې چاودنې وشوې چې بیا وروسته د امریکا د متحده ایالاتو مرکزې استخباراتي ادارې وویل چې دغه کار د اسلامي دولت ډلې پورې تړلی دی.
تر دې بریدونو مخکې، د اسلامي دولت یا داعش ډلې رهبر ابو بکر البغدادي د سعودي عربستان په شاهي هیواد باندې د بریدونو خبرې کړې وې.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.09.2016):
په میلیونو کسان د حج مراسم پر ځای کوي
بیا هم په میلیونو مسلمانان د سعودي عربستان سپیڅلي ښار مکې معظمې ته تللي دي. سږ کال د حج مراسم، په نړۍ کې د سیاسي کشمکشونو او امنیتي اندیښنو ترسیورې لاندې تر سره کیږي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد حج په مراسمو کې د یادگاري عکس اخیستل مهم دي. د حج د مراسمو ادا کول د یوه مسلمان د ژوندانه مهمه برخه جوړوي. حج پر هرهغه مسلمان چې مالي توان ولري او د روغتیا له لحاظه جوړ وي فرض گڼل کیږي. د سعودي عربستان چارواکي مکلف دي چې د حج مراسم تنظیم کړي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد حج د مراسمو وروستی هدف د مکې معظمې د سپیڅلي ښار څخه لیدل دي. ټول مسلمانان د سعودی عربستان په دغه ښار کې د ستر زیارت څخه لیدنه کوي. د دغه زیارت په منځ کې کعبه شریفه ولاړه ده. د حج په مراسمو کې مسلمانان اوه واره پر کعبې باندې راگرځي.
انځور: picture alliance/AP Photo/skajiyamaد ناوړه پیښو رامنځ ته کیدل
ویل کیږي چې هرکال د دوو میلیونو په شا او خوا کې انسانان مکې معظمې ته سفر کوي. خو لکه د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر د یوولسمې ورځي د پیښې په شان په وار وار سره دغه ډول ناوړه پیښې هم رامنځته کیږي. په هغه ورځ د خرابې هوا له امله یو جرثقیل پر حاجیانو راولوید او څه د پاسه سل کسان یې ووژل.
انځور: picture-alliance/dpa/AA/O. Bilginد مرگ تر سرحده تر پښو لاندې سول
د جرثقیل د رالوید تر پیښې کابو دوې اوونۍ وروسته یعنې د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر پر ۲۴مه بیا یوه بله تراژیدي رامنځته سوه. مکې ته نژدې د مینا په ښار کې په زرونو حاجیان د ډیرې گڼې گوڼې له امله ترپښو لاندې سول. په دغه ځای کې د جمراتو رکن ادا کیده.
انځور: picture-alliance/AP Photoایرانیانو ته د حج پر سفر بندیز
د دغې پیښې په قربانیانو کی د ۴۶۹ کسانو په شا او خوا کې ایرانیان شامل وو. تر پیښې وروسته په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت مخې ته مظاهرې ترسره سوې. دې کار د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې چې مخکې هم چندانې ښې نه وې، نورې هم ترینگلي کړې. سږ کال د ایران حکومت خپلو اتباعو ته اجازه ورنه کړه چې د حج په مراسمو کې گډون وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareد پرمختللي تخنیک څخه کار اخیستل
د تیرو ناوړه پیښو د رامنځته کیدو له امله اوس سعودي عربستان خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي. هغوی داسې د لاسي بندونه هر حاجي ته ورپه لاس کړي چې له مخې یې هر کس د ازدهام په حالت کې هم ښه پیژندل کیږي. په دغو لاسي بندونو کې د حاجیانو د هویت او صحي حالت په اړه ارقام ثبت دي. همدارنگه د اذان له وختونو څخه هم حاجیان خبریږي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Gharabliد حج د مراسمو ترټولو مهمه برخه د عرفات پر غره باندې مزل شمیرل کیږي. په دغه ځای کې زیارت کوونکي له خدای څخه د خپلو گناهونو د بخښلو غوښتنه کوي. د حج د مراسمو یوه بله لویه برخه د لوی اختر لمانځل تشکیلوي. لوی اختر نه یوازې په مکه معظمه بلکه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو له خوا لمانځل کیږي.
انځور: picture alliance/dpa/Y. Arhab