1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي فعالانو د ربړوني او جنسي آزار کيسې په محکمه کي کړي

۱۳۹۸ فروردین ۸, پنجشنبه

لویدیځو هیوادونو په ریاض کې د ښځو د حقونو د یوولسو فعالانو پر محاکمه کیدو باندې سختې نیوکې کړې دي. له دغو ښځو څخه ځينو یې ویلي دي چې د څیړنو پرمهال ربړول شوي او ورسره ناوړه جنسي چلن شوی دی.

Symbolbild: Frauen in Saudi Arabien
انځور: picture-alliance/J. Schwenkenbecher

په محکمه کې د سرچینو په حواله، د ښځو د حقونو سعودۍ فعالانو د چهارشنبې په ورځ محکمې ته وویل چې له نهو میاشتو راهيسي بند په اوږدو کې ربړول شوي او ورسره ناوړه جنسي چلن شوی دی.

په سعودي عربستان کې یوولس ښځې له دې کبله محاکمه کیږي چې پرې له نړیوالو رسنیو او د بشري حقونو له نړیوالو ډلو سره د اړیکه لرلو تور دی. دې موضوع په لویدیځو هیوادونو کې سختې نیوکې راپارولې دي.

د ریاض په جنایي محکمه کې د دې قضیې د څارلو له پاره خبریالانو او آن دیپلوماتانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې. د محاکمې جریان ته لاسرسی لرونکو سرچینو رویترز او د فرانسې خبري آژانسونو ته ویلي دي چې ځینو ښځو په دې اړه جزئیات ورکړل چې څرنګه ورته د بریښنا جټکې ورکړل شوې وې، په دره وهل شوې او له جنسې اړخه زورول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان حکومت بیا د دغو ښځو د زورونې تورونه رد کړي دي. سعودي لا وختي په استانبول کې په خپله قنسلګري کې د واشنګټن پوست خبریال جمال قاشقجي، د وژنې په خاطر تر سخت فشار لاندي دی.

بې له توره بندي کول

په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو هغه فعالانې چې پر ښځو یې د محدودیتونو د کمښت غوښتنه کوله، د تیرکال په می میاشت کې پرته له کوم توره ونیول شوې. د دغو ښځو په ډله کې پیژندل شوې فعاله لجین الهذلول، بلاګره ایمان النفجان، او د پوهنتون پروفیسره هتون الفاسي، هم شاملې دي.

د الهذلول ورور ولید تور لګوي چې د سعودي د ولیعهد یو نزدې مشاور هم د زورونو پر مهال حاضر وو.

ولید، سي این این ته ویلي دي: «د ولیعهد یوه لوړپوړي مشاور زما خور ګواښله چې ورباندې به جنسي تیری وکړي، وبه یې وژني او ټوټه ټوټه به يې کړي.»

هغه زیاته کړه: «هغه بايد نن محاکمه شوی وای نه زما خور.»

د ولیعهد دغه مشاور اوس د جمال قاشجقي د وژنې په قضیه کې د ښکیلتیا په تور له دندې ګوښه شوی دی. ولید د روانې میاشتې په پیل کې همدې تلویزیون ته ویلي ول چې د سعودي حکومت یې خور اړه کړې ده چې د بخښني له پاره یوه غوښتنه لاسلیک کړي.

څارنوالان اوس په محکمه کې پر دغو ښځو باندې د سعودي عربستان امنیت، ثبات او ملي یووالي د نه په پام کې نیولو تور لګوي او د حکومت له ملاتړه برخمنو سعودي رسنیو دغه ښځي خاینیني او د «سفارتونو اجنټاني» بللې دي.

د اروپايي ټولنې ۲۸ غړو، کاناډا او استرالیا په ګډون تر ۳۶ ډیرو هیوادونو له سعودي عربستان څخه غوښتي دي چې دغه ښځي آزادې کړي. داسي انګیرل کیږي چې د نړیوالو فشارونو په پایله کې به دغه ښځې معافیت او یا هم وبخښل شي.

ms/nz (AFP, Reuters)

زموږ له ارشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل