د اروپا د جزايي محکمې لوی څارنوال «پاولو مینگوسي»د اروپايي ټولني هيوادونو له پاره د مهاجرو د نوي سیاست غوښتنه کړې ده. هغه ويلي دي چي اروپايي سفارتونه باید د مستحقو پناغوښتونکو عریضې ومني او ویزې ورکړي.
اعلان
مینگوسي دوې ورځي ترمخه په دغه اړه د اروپا جزايي محکمې «EuGH» ته د خپل غوښتنلیک د سپارلو پروخت همدارنگه وویل، چي په دې ډول سره به تر تعقیب لاندي پناغوښتونکو ته ددې زمینه برابره سي، چي په خپلو یا دریمو هيوادونو کي سفارتونو ته د پناغوښتني عریضې وسپاري او ورباندي غور وسي.
د مینگوسي په حواله د اروپايي ټولني غړي هیوادونه د بشري حقونو د منشور په منلو سره مکلف دي، هغو کسانو ته ویزې ورکړي، چي تر تعقیب لاندي وي او یا په خپلو هیوادونو کي د مختلفو شکنجو او غیرانساني اعمالو سره مخامخ وي. دده په خبره د ویزو په ورکولو سره ددې مخنیوی هم کیدلای سي چي خصوصأ ښځي او کوچنیان د انساني قاچاقبرانو او جنايي بانډونو څخه خلاص او استثمار نه سي.
مینگوسي د اروپا جزايي محکمې ته خپل غوښتنلیک تر هغه وروسته وسپاره، چي د درو اولادونو سره مل یوه سوریايي عیسوي فامیل په لبنان کي د بلجیم له سفارت څخه دویزې غوښتنه وکړه او عریضه یې ورته وسپارله. د کورنۍ پلار په خپله عریضه کي لیکلي وه، چي په سوریه کي د جنايي بانډونو له خوا تښتول سوی او یوازي د پیسو په مقابل کي یې ځان راخلاص کړی وو.
له حلب څخه دغې کورنۍ د خپل عیسوي مذهب له کبله د تعقیبیدو بیره درلوده. خو د بلجیم سفارت د ده عریضه رد اوویزه یې ورنه کړه. د سفارت دلیل دا وو چي د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه مکلف نه دي، څو ټولو هغو کسانو ته ویزې ورکړي چي یو غیرانساني حالت یې زغملی او ورسره مخامخ سوي وي.
خود لوی څارنوال په نظر دا ناممکنه ده چي دغه کورنۍ په سوریه کي پاته سي او له لبنان څخه بیرته خپل هیواد سوریې ته وشړل سي. هلته بیا قاچاقبرانو ته ځانونه تسلیم او د سختو خطرونو په منلو سره ځانونه ایټالیا یا یونان ته ورسوي. ځکه نو د مینگوسي په خبره اروپايي ټولنه باید دغې او هغه ته ورته کورنیو ته پناه ورکړي او د دې مخنیوی وکړی چي هغوی د غیرقانوني لارو د راتگ کوښښ وکړي.
تمه کیږي چي د مینگوسي عریضې ته به د اروپا جزايي محکمه په څو میاشتو کي جواب ورکړي او حکم به صادر کړي. که څه هم محکمه په هغه باندي مکلفه نه ده، خو که عریضه ومني او حکم صادر کړي، دا به نو بیا هغه د اروپايي ټولني د پناغوښتني او مهاجرينو پر سیاست باندي ډیره پراخه اغېزه وکړي.
کوم پاسپورت تر ټولو زیات سرحدونه درته پرانیزي؟
ډیر کم پاسپورتونه داسې دي چې سړی پرې هر چیري او هر کله چې وغواړي پرته له ویزې سفر کولای شي. دلته هغه پاسپورته کتلای شئ چې ډير سرحدونه ورته پرانيستي دي او هغه هم چې د زیاترو هیوادونو سرحدونه یې پرمخ تړلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker
«جرمني ته ښه راغلاست»
آلمانیانو ته د نړۍ دروازې پرانستي دي. د لندن د مشورتي شرکت «هینلې او پارتنر» د معلوماتو په حواله آلمانان ۱۷۷ هیوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي. له دې سره آلمان په پرله پسې دریم کال لومړی ځای خپل کړی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. B. Fishman
له خپل وطن سره مینه او نړۍ ته غیږ پرانستي
دوهم ځای سویډن لري. د ښایسته کلیو او ښکلي طبیعت خاوند دغه هیواد د نوري نړۍ د سیلانیانو له پاره یو په زړه پورې ځای دی. خو سویډنیان خپله هم ډیر د سفر شوقیان دي. د دوی د ټولو خارجي سفرونو ۷۱ سلنه د سیاحت په موخه ترسره کیږي. د نړۍ د ۱۷۶ هیوادونو دروازې دوی ته پرانيستي دي او پرته له ویزې ورته سفر کولای شي.