1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ادبياتآلمان

سلمان رشدي د المان د سولې معتبره جاېزه ترلاسه کړه

۱۴۰۲ آبان ۱, دوشنبه

هندي الاصله بریتانوی لیکوال سلمان رشدي د یکشنبې په ورځ د «جرمن بُک ټریډ» یا د المان د کتاب تجارت په نوم د سولې په جایزې وویاړل شو. رشدي د «شیطاني آیات» په نوم کتاب لیکلو له کبله د مسلمانانو له پاره یو شخړیز شخص دی.

Deutschland | Friedenspreis des Deutschen Buchhandels | Salman Rushdie
هندي الاصله بریتانوی لیکوال سلمان رشدي د «جرمن بُک ټریډ» یا د المان د کتاب تجارت په نوم د سولې جایزې ترلاسه کولو پر مهالانځور: Kai Pfaffenbach/AP Photo/picture alliance

هندي الاصله بریتانوی لیکوال سلمان رشدي د یکشنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ د المان د فرانکفورت ښار په تاریخي سینټ پال کلیسا کې د «جرمن بُک ټریډ» یا د المان د کتاب تجارت په نوم د سولې په جایزې وویاړل شو.

د پریکړه کوونکي جیوري هیئت په حواله سلمان رشدي د «هغه د نه ستړې کیدونکي احساس» او مثبت ژوند له کبله د دې جایزې له پاره ونومول شو. او دا چې «له خپلې مینې سره یې زموږ د کیسو ویلو نړۍ غنې» کړې ده.

له دې جایزې سره ۲۵ زره یورو نقدي پیسې هم ورکول کیږي او دا د المان له تر ټولو ویاړلو جایزو څخه یوه ده. د لومړي ځل له پاره په ۱۹۵۰م کال کې دا جایزه ورکړل شوې وه.

په دغو مراسمو کې د رشدي ملګري لیکوال دانیل کیهلمین، په خپله وینا کې د رشدي په ستاینه کې وویل چې نوموړی «په دې عصر کې په ممکنه ډول د هنر او بیان د آزادۍ تر ټولو مهم ساتونکی» دی.

تیر کال پر رشدي د چاقو برید وشو، چې هغه پکې بچ پاتې شوی وو. نوموړي په هغه وخت کې هم د بیان له آزادۍ څخه د دفاع په برخه کې د خپلې ژمنتیا پر دوام ټینګار کړی وو.

له دویچه ویله سره د یوې مرکې په ترڅ کې سلمان رشدي ویلي ول: «د نامتو اشخاصو د پام وړ یو لیست په دې (د المان د سولې جایزې) ویاړل شوي دي. له دې امله په دې لیست کې د خپل نوم په شاملیدلو سره ډیر خوښ یم».

د سلمان رشدي ستاینه او شخړیز شخصیت

هندي الاصله بریتانوی ناول لیکوونکی سلمان رشدي په ۱۹۸۱م کال کې د خپل یوه کتاب «مډ نائټ چلډرن» له کبله ډیر شهرت موندلی و. یوازې په بریتانیا کې د دې کتاب تر یو میلیون ډیرې ګڼې پلورل شوې وې.

خو په ۱۹۸۸م کال کې د هغې څلورم خپور شوي کتاب «سیټینګ ورسیز» یا «شیطاني آیات» یوه نوې شخړه راپورته کړه چې په ځانګړي توګه مسلمانان یې ډیر په غوسه کړل.

د دې کتاب له کبله د هغه د قتلولو یا وژنې فتواوې ورکړای شوې چې له امله یې رشدي مجبوره شو چې تر لسو کلونو پورې ځان د خلکو له نظر څخه پټ کړي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله روح الله خمیني یوه «فتوی» صادره کړې وه، په کوم کې چې مذهب ته د سپکاوي کولو تور پر بنسټ د هغه د قتلولو خبره شوې وه، په داسې حال کې وروسته بیا د ایران حکومت له دې فتوې څخه ځان جلا بللی وو.

۷۵ کلن سلمان رشدي د هند په پلازمېنې ډهلي کې په یوه مسلمانه کورنۍ کې زیږیدلی، خو پخپله ځان د یوه مُلحد یا بې دینه په توګه معرفي کوي.

تر فتوی صادریدو وروسته هغه ځان پټ کړی وو، خو د تیرو څو کلونو راهیسې هغه ښکاره ژوند کوي.

سلمان رشدي تر اوسه پورې تر ۱۴ ډیر ناولونه لیکلي دي او تر ټولو نوی ناول یې «وکټري سيټي» یا د بریا ښار دی چې په روان میلادي کال کې خپور شوی دی. دا ناول تیر کال د چاقو په وسیله پر ده باندې د شوي برید په هکله دی.

په ۲۰۱۶م کال کې هغه د امریکا تابعیت ترلاسه کړی او د هغه وخت راهیسې په نیویارک ښار کې ژوند کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب