1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سليم شاهين په دوه کلن بند محکوم شوی

۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبه

د افغانستان لوېې څارنوالۍ ويلي چې ممثل او فلم جوړونکی سليم شاهين یې له يوې ښځې څخه د «سايبري باج اخيستنې» په تور د دوو کالو بند په سزا محکوم کړی دی. نوموړي دغه ښځه گواښلې وه چې که پېسې ور نه کړي ويديو به یې خپره کړي.

Cannes 2017  Salim Shaheen Regisseur Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/P. Pratviel

د افغانستان د لوېې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ ۲۰ نیټه) د آلمان خبري آژانس «دي پي اې» ته ويلي دي چې سليم شاهين له يوې نجلۍ څخه د ۱۵۰ زره افغانيو غوښتنه کړې وه. د نوموړي په خبره شاهين دا نجلۍ گواښلې وه که چې دغه پېسې ور نه کړي، د هغې ويديو به چې د يوه محفل په ترڅ کې یې اخيستې وه، خپره کړي.

د لویې څارنوالۍ وياند وويل چې د دې ويديو محتوا داسې څه نه لرل چې د افغانستان د قوانينو له مخې جرم او يا غیر اخلاقي وي. هغه وويل چې سليم شاهين د دې نجلۍ څخه د پيسو د اخيستو پر وخت ځای پر ځای نیول شوی وو.

سليم شاهين په افغانستان کې د «گژدم سياه» او «خاک» په څېر فلمونو له کبله پيژندل کیږي. نوموړي په يوه مرکه کې د لږ تر لږه ۱۲۰ فلمونو د جوړولو ادعا کړې وه. په دې وروستيو کې هغه د «چای خانه» او «نان و پياز» په نوم تلويزيوني خپرونې پر مخ وړلې.

د څارنوالۍ له خوا ويل شوي چې شاهين په لومړۍ محکمه کې په دريو کالو بند محکوم شوی وو خو د استيناف محکمې یې د بند موده دوو کالو ته راکمه کړې ده.

bs/sr (DPA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل