سمنگان: په کان کې چاودنې ۷ تنه کان کیندونکي وژلي
۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه![انځورونه له آرشیف څخه اخیستل شوي دي.](https://static.dw.com/image/15846053_800.webp)
د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۱۰مه نیټه) افغان چارواکو وویل چې د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له کبله تر اوسه پورې د ۷ تنو د مرګ پخلی شوی دی. چارواکو همدا راز ویره څرګنده کړې چې په کان کې د بند پاته شویو نورو کارګرو د مرګ ویره هم موجوده ده.
دغه پیښه د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چیرته چې د ډبرو سکرو پراخ کانونه موجود دي او وخت نا وخت ترې د دغه راز پیښو خبرونه ورکول کیږي.
د سمنګان ولایت د والي ویاند صدیق عزیزي، د پیښې د پخلي ترڅنګ وویل چې تر چاودنې وروسته د کان د چپه کیدو په پایله کې دوه تنه کان کیندونکي ځای پر ځای وژل شوي وو او د شپې پرمهال د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې د پنځو تنو نورو کارګرو جسدونو هم له کان څخه را وایستل شول.
د والي د ویاند په خبره، په کان کې ۱۱ کارګر بند پاتې وو. عزیزي د ژغورنې د عملیاتو په هکله وویل: «زه فکر نه کوم چې څوک به ژوندي پاتې وي ځکه کان له زهري ګازونو ډک دی.»
په افغانستان کې ګڼ شمیر کانونه په غیر معیاري توګه استخراجیږي او وخت نا وخت په کانونو کې د دغه راز پیښو رپوټونه هم ورکول کیږي. تیر کال، په همدې سمنګان ولایت کې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د ورته یوې پیښې په پایله کې لږ تر لږه شپږ تنه کار ګر وژل شوي وو.