1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د المپيک نړېوالې کمېټې افغانه غړې: طالبانو سره باید خبرې وشي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ آذر ۲۲, شنبه

د المپيک نړېوالې کمېټې غړې سمیرا اصغري وايي که طالبان نړېوال مشروعیت غواړي، باید د ښځو د تعلیم او ورزش حقونو ته درناوی وکړي. هغه که څه هم د طالبانو سخت سیاستونه نه مني، خو وايی باید ورسره خبرې او تعامل وشي.

سمیرا اصغري
سمیرا اصغري وايي که طالبان نړېوال مشروعیت غواړي، باید د ښځو د تعلیم او ورزش حقونو ته درناوی وکړيانځور: Alex Pantling/Getty Images

سميرا اصغري چې په ۲۰۱۸ کې د افغانستان المپیک نړېوالې کمېټې غړې شوه او اوس د دوهم ځل له پاره په تبعید کې ژوند کوي، ټینګار کوي چې په افغانستان کې له حاکمو طالبانو سره دې خبرې اترې او تعامل وشي. ۳۱ کلنه اصغري په لومړي ځل هغه مهال چې د شپږو کلونو وه ایران ته مهاجره شوه او اوس بیا له هېواده بهر ژوند کوي. هغه نه غواړي چې د افغانستان پر راتلونکو نسلونو اجباري مهاجرتونه تکرار شي.     

اصغري د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تېره د سپورټ او تعلیم برخو له پاره هڅې کوي هغه څه چې د طالبانو ادارې پرې محدودیتونه لګولي دي. هغه مني چې «وضعیت یې یو څه ننګونکی دی» خو د افغان ښځو د ورزش له پاره هڅې یو «لړ خاصو احتیاطي اقداماتو ته اړتیا ده.» اصغري د یو شمېر نورو مخکښو افغان ښځينه ورزشکارانو په څېر د طالبانو د ادراې پر چلند زړه وره غږيږي. هغې د فرانسې خبري آژانس سره د ایمیل له لارې یوه مرکه کړې ده.

پر افغانستان حاکمو طالبانو نجونې ته تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته د تلو اجازه نه ورکوي او ښځې ېې د ورزش په ګډون په ډېرو برخو کې له ټولنیزو فعالیتونو او کار منع کړي دي.

د باسکتبال رشتې دغه پخوانۍ لوبغاړې په دغه مرکه کې وويل: «واقعیت دا دی، کله چې تاسو د ښځو د حقونو له پاره یو عمومي دريځ غوره کوي، هرو مرو به هدف ګرځول کيږي، خو زه پر اړیکو او تعامل کلک باور لرم.»

هغه زیاتوي: «تر څو چې طالبان په افغانستان کې د ټولنې د یو واقعیت په توګه پاته وي، موږ نه شو کولی چې د هېڅ کار کولو پرته خپل وخت ضایع کړو.»

سمیرا اصغري په دې باور ده چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو له پاره باید خبرې اترې وشي: «تر کوم ځایه چې ما پورې اړه لري، ما هڅه کړې چې د المپیک نړېوالې کمېټې او د اوسنیو حاکمانو ترمنځ نرمو بحثونو کې مرسته وکړم چې پکې پر سپورټ او د ښځو او نجونو پر حقونو تمرکز وشي، په ځانګړې توګه د ابتدايي ښوونځيو هغو نجونو له پاره چې اوس هم په افغانستان کې دي.»

خو هغه وايي له طالبانو سره «خبرې کول هم تل اسانه نه وي. هغوی د کوم مشروع حکومت په څېر نه دي، خو په افغانستان کې د راتلونکو نسلونو هلکانو او نجونو ته د ګټورو فرصتونو د رامنځ ته کولو له پاره ډېر مهم دي»

د المپیک نړېوالې کميټې، د پاريس ۲۰۲۴ المپیک کې د یو افغان ټيم حضور ته زمینه مساعده کړه چې په هغه کې د جندر توازن هم په نظر کې ونیول شو. د دغه ټيم ښځينه برخه ټوله له هغو افغان لوبغاړو جوړه وه چې په تبعید یا له هېواده بهر ژوند کوي.  

نور ولولۍ: ذکیه خدادادي د پاریس په پارا المپيک سیالیو کې مډال وګاټه

په عین حال کې فيفا په وروستیو کې د «افغان وومین یونايټيډ» په نوم د ښځو د فوټبال یو ټیم ته د مراکش د ښځو ۲۰۲۵ فوټبال سریز کې د لوبېدو شرایط برابر کړل. د دغه ټیم غړې د اروپا او استرالیا څخه دي. مېرمن اصغري وايي: «زه هیله لرم چې فیفا هم طالبانو سره د المپيک نړېوالې کميټې په روانو خبرو اترو کې یو ځای شي.»

د اصغري په وینا هیواد طالبانو ته سپارل شوی او هغوی په کې خپله واکمني لاپسي ټینګوي په داسې حال کې چې د بشر اساسي حقونه په تېره د ښځو حقونه له پامه غورځوي: «دا د هغوی له پاره ډېره ستونزمنه ده چې د اوږدمهاله له پاره پر افغانستان خپل حاکميت ته په دا ډول ادامه ورکړي. طالبان باید پوه شي چې د هغوی نړېوال مشروعیت پېژندل د بشري حقونو له رعایت سره مستقیم تړاو لري، چې د ښځو او نجونو د تعلیم او سپورټ حقونه هم پکې شامل دي.»

نوموړې په وروستیو کې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو کې ګډون وکړ چې افغان ښځو او نارینه لوبغاړو هم په کې رقابتونه ترسره کړل. هغه وايي هیله منده ده چې یوه ورځ افغانستان کې هم دغه فرصت برابر شي: «زه دا باور هم لرم چې دا ډول واړه ټورنمنټونه ولرو... لکه د سپورټ د ودې له پاره په ابتدائیه ښوونځيو کې چېرته چې نجوني اوس هم تر شپږم ټولګي پورې د ورتلو اجازه لري...» خو هغه وايي خبرې ېې د طالبانو د محدودیتونو د منلو په معنی نه بلکې په دې هکله دي چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو بندیزونه نه وي: «موږ باید واقعیتونو ته په کتو اقدام وکړو په داسې حال کې چې د بنسټیز بدلون له پاره فشارونو هم جاري وساتو.»

مېرمن اصغري په دې باور ده چې په هېواد کې له کوچنیو فرصتونو استفاده وشي او نغواړي چې د افغانستان نوي نسلونه هم مهاجرتونه تجربه کړي: «د [مهاجرتونو] تکرار زما له پاره د منلو نه دی. له همدې کبله حتی یو کوچنی فرصت هم لویه خبره ده.»

 هغه له ټولو ناخوالو سره سره باورمنده ده چې طالبانو سره «خبرې اترې ادامه ولري او تعامل ورسره وشي.» هغه وايي چې دغه مفکوره ېې د افغانستان د راتلونکې له پاره ده: «د افغانستان راتلونکې د ځوان نسل ده. موږ اړتیا لرو چې هغوی ته هر هغه فرصت چې موږ ېې کولی شو برابر کړو، مهمه نه ده چې فرصتونه څومره کوچني دي او یا هېڅ. هغوی باید هېڅ کله یوازې پرې نښودل شي.»

 سمیرا اصغري وايي هیله لري چې پيغام ېې په افغانستان کې د طالب چارواکو غوږونو ته ورسیږي.

له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل