سناتوران: بن غازي ته پوره امنیتي نه وو استول شوي
۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبهاعلان
په واشنګټن کې قانون جوړونکو پر دولت باندې نیوکې کړې دي چې که څه هم په بن غازي کې د دې هیواد سفارت د نورو امنیتي تدابیرو غوښتنه کړې وه، خو بیا هم هغوی له دې غوښتنې څڅه سترګې پټې کړې وې.
په دې ښار کې د سپتمبر د میاشتې په یوولسمه نیټه لیبیا ته د امریکا د سفیر په ګډون څلور تنه امریکايي دیپلوماتان د اسلام ضد فلم له کبله د مظاهرو په ترڅ کې ووژل شول.
د اوکتوبر په لسمه نیټه به د دې موضوع په اړه نورې څیړنې وشي.