1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

سنا د امریکا دولت رخصتۍ پای ته رسولو له پاره لاره اواره کړه

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۱۹, دوشنبه

جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د امریکا دولت تر ټولو اوږدې رخصتۍ پای ته رسولو له پاره مشخص ګام پورته کړ. یو شمیر دیموکرات سناتورانو ویلي چې د دولت رخصتۍ پای ته رسولو له پاره د جمهوري غوښتونکو د طرحې ملاتړ کوي.

په واشګنټن کې د امریکا متحده ایالاتو د کنګرس ماڼۍ
د امریکا متحده ایالاتو د کنګرس ماڼۍ چیرې چې دیموکراتان له ۱۰۰ څخه ۵۳ چوکۍ په اختیار کې لريانځور: Mark Schiefelbein/AP/dpa/picture alliance

د امریکایي رسنیو په حواله د سنا په مجلس کې د دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو استازي د یکشنبې (د نومبر ۹ نیټه) په ماښام د هغې طرحې پر سر موافقې ته رسیدلي چې کولی شي د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ میاشتې تر پایه پورې د دولت مالي لګښتونه تامین او د دولت تر ۴۰ ورځو اوږدې رخصتۍ ته د پای ټکې کیږدي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ دې موافقې ته چې په یوه ازمایشي رایه اچونه کې تایید شوه، په اشارې سره وویل: «داسې معلومیږي چې موږ د دولت رخصتۍ پای ته ډیر نزدې شوي یو.»

د دولت د موقتې رخصتۍ پای ته رسولو له پاره د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ګډه طرحه په سنا کې له نهایي تایید وروسته باید د استازو د مجلس له خوا هم تصویب او د عملي کیدلو له پاره د ولسمشر له خوا لاسلیک شي. دغه بهیر ممکن څو ورځې وخت ونیسي.

د واکمن جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو له خوا د بودیجې پر سر توافق نه رامنځته کیدو له کبله د امریکا دولت د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د دغه هیواد د تاریخ تر ټولو لویه رخصتي تجربه کوي.

دیموکراتانو د لږ عاید لرونکو قشرونو له پاره د اضافي بودیجې غوښتنه کړې وه، ځکه د اکثرو روغتیایي بیمه یې د روان کال تر پایه پورې د بندیدو له خطر سره مخامخ ده.

د سلګونه زره کارمندانو بې معاشه پاتې کیدل

د دې کړکیچ په پایله کې سلګونه زره دولتي کارمندان بې معاشه پاتې شول، ډیر شمیر دولتي خدمات یا بند او یا هم محدود شول او د ټولو هیواد په کچه په سلګونو پروازونه لغوه شول.

یوازې د یکشنبې په ورځ له ۲۰۰۰ ډیر پروازونه لغوه شول او ۴۲ میلیونه لږ عاید لرونکو اتباعو ته د خوراکي مرستو پروګرامونه وځنډیدل.

جمهوري غوښتونکي د سنا له ۱۰۰ چوکیو څخه د ۵۳ چوکیو په اختیار کې لرلو سره، لږ اکثریت لري. د دې طرحې د تصویبیدلو له پاره لږ تر لږه ۶۰ رایې اړینې دي او د امریکايي رسنیو په وینا، اوس ډیر شمیر دیموکراتانو د دولت د موقتې بودیجې ملاتړ ته امادګي ښودلې ده.

د «سي ان ان» او «فاکس نیوز» شبکو رپوټ ورکړی دی چې دغه موافقه کولی شي د دولت مالي تامین د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ میاشتې تر پایه پورې تضمین کړي.

دغه پریکړه د فدرال دولت د تر ټولې اوږدې رخصتۍ پای ته رسولو په مسیر کې یو مهم ګام ګڼل کیږي، که څه هم سیاسي کړکیچ لا پای ته نه دی رسیدلی.

حتی د اوسنۍ موافقې د عملي کیدو په صورت کې نوې بودیجه یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱ نیټې پورې اعتبار لري او د بودیجې پر سر یو وار بیا د جنجال رامنځته کیدو احتمال شته.

دیموکرات سناتور تیم کین، په ایکس شبکه کې ویلي چې په دې موافقه کې د روغتیایي بیمې د کمولو په اړه رایه اچونه هم شامله ده؛ هغه غوښتنه چې دیموکراتانو پرې ټينګار کړی و.

همدرانګه ټاکل شوې ده د فدرال دولت هغه کارمندان چې د دولت د رخصتۍ پر مهال اخراج شوي، بیرته خپلو دندو ته را وګرځي او د دوی پاتې معاشونه ورته ورکړل شي.

په روسيه کي د ترمپ پلويان

04:16

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب