1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنا له افغانستانه د ژر وتلو پر ضد الحاقي لايحې ته رايه ورکړه

۱۳۹۷ بهمن ۱۲, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو سنا مجلس یوه داسې سمبولیکه الحاقي لايحه تصویب کړه چې له مخې یې له افغانستان او سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د ناڅاپي وتلو مخنیوی کيدای شي.

Washington Kongressgebäude bei Nacht
انځور: picture alliance/AP/S. Applewhite

سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ دغي غیر الزامي الحاقي لايحې ته ۶۸ مثبتي او ۲۳ منفي رایې ورکړې. دغه لايحه د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس مجلس مشر جمهوري غوښتونکي میچ مک کونیل، وړاندیز کړې وه. هغه ویلي ول چې سنا په دې نظر دی چې داعش اوس هم په افغانستان او عراق کې امریکا متحده ایالاتو ته «جدي ګواښ» رامنځ ته کوي.

دغه الحاقي لايحه به په راتلونکو کې د منځني ختیځ په یوه امنیتي لايحه کې اضافه شي چې په راتلونکې کې به سنا ته د وروستۍ رای اچوونې له پاره وړاندې شي.

په الحاقي لايحه کې، په افغانستان او سوریې کې د داعش او القاعدې ډلو پر ضد پرمختګ ته اشاره شوې ده، خو په عین حال کې ګواښ شوی چې له دې هیوادونو څخه د امریکايي ځواکونو «په ډیرې بیړې وتل» پرته له دې چې د لاس ته راوړنو محافظت وشي، سیمه بې ثباته کولی شي او داسې یوه خلا هم رامنځ ته کولی شي چې د ایران او یا هم روسیې له خوا به ډکه شي.

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، پر ادارې باندې غږ شوی دی چې له افغانستان او سوریې څخه د ډیر شمیر امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې دا خبره روښانه کړي چې دغو ډلو ماته خوړلې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د ګانګرس په سنا مجلس کې جمهوري غوښتونکي اکثریت لري. خو دا په تیرو دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې دغه مجلس داسې تدابیر تصویبوي چې د ترمپ د بهرني سیاست پر خلاف دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه تدابیر لا تر اوسه پورې په قوانینو نه دي بدل شوي چې له کبله یې د ترمپ بهرنی سیاست بدل شي.

د تیر کال په دسمبر میاشت کې د ترمپ پر مخالفت سربیره، سنا د سعودي عربستان په مشري په یمن کې له پوځي ماموریت څخه د امریکا د ملاتړ ختمیدو ته رایه ورکړه او د جمال قاشقجي په وژنه کې یې سعودي ولیعهد محمد ابن سلمان، ګرم وباله.

خو دغه موضوع ځکه په قانون بدله نه شوه چې د کانګرس د استازو مجلس ته د تصویب له پاره وړاندې نه شوه، ځکه چي هغه وخت د ترمپ جمهوري غوښتونکي گوند د استازو په مجلس کي اکثريت لاره.

د پنجشنبې ورځې د تصویب شوي الحاقي لايحې برخلیک هم روښانه نه دی، ځکه چې هغه پخپله غیر الزامي ده او دا هم روښانه نه ده چې کله به د منځني ختیځ د امنيتي لايحې په یوې مسوده کې د الزامي کیدو په موخه سنا ته وړاندې شي.

ترمپ پریکړه کړې ده چې له سوریې څخه ۲۰۰۰ امریکایي ځواکونه وباسي ځکه په نظر یې داعش ترهګره ډله نور له سوریې څخه امریکا متحده ایالاتو کوم ګواښ نه پیښوي. ترمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور په اړه هم ویلي دي چې که له طالبانو سره د سولې یو تړون ترلاسه شي نو هغه به له دې هیواده هم خپل ځواکونه وباسي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو استازي په وروستیو وختونو کې یو له بل سره په خبرو اترو بوخت دي چې د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې ته یوه سیاسي حل لاره وموندي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب