د دوبي په گرمو ورځو کې په ځانگړې توگه د ډيرو اوبو څښلو توصيه کيږي. خو کارپوهان وايي چې له خوبه تر ويښيدو سملاسي وروسته او د سهار د ډوډۍ تر خوړلو مخکې د تړمو يا شیرګرمو اوبو څښل بدن ته ډيرې گټې لري.
اعلان
له بدن څخه د زهرجنو موادو له ایستلو سره مرسته
د شپې له خوا د انسان بدن آرام کوي او په بيا رغونه مصروف وي. په دې وخت کې بدن هڅه کوي چې ځان له زهرجنو موادو پاک کړي. که چيرې سهار وختي په خالي معده اوبه وڅښل شي نو دا له بدن سره له د زيان رسونکو موادو په له منځه وړولو کې مرسته کوي. پر دې سربيره سهار وختي د اوبو څښل له بدن سره د عضلاتو او وينې د حجرو په جوړولو کې هم مرسته کوي.
په معده کې د خوړو هضميدل د اسيد يا تیزاب د خارجيدو لامل کيږي. که چيرې همدا اسيد مرۍ ته راپور ته شي نو په معده کې د سوزش احساس پيدا کوي. که چیرې د سهار د چایو تر مخه اوبه وڅښل شي نو د اسيدو د رقيق يا نري کيدو او بيرته معدې ته د کښته کيدو باعث کيږي. يعني د شیرګرمو اوبو تر څښلو وروسته بدن د نورو خوړو هضمولو ته چمتو کيږي.
د پوست روڼتيا او شفافيت ته وده ورکوي
په بدن کې د اوبو کمښت د پوست د وخت د مخه د گونجيدو او د گونجو د زياتيدو باعث کيږي. د يوې څيړنې پايلو ښوولې چې د سهار د ناشتې پر وخت د نيم ليتر تړمو اوبو څښل د وينې جريان ښه کوي او د پوست د روڼتيا او پاکوالي سبب گرځي.
د ويښتانو له روغتيا او ځلا سره مرسته
لږ اوبه څښل د ويښتانو پر وده ډير اغیز کوي. د ويښتو د وزن يو پر څلورمه برخه اوبه جوړوي. ډيرې اوبه څښل د ويښتانو د ښې تغذېې او ودې باعث گرځي. که چيرې ويښتانو ته کمې اوبه ورسي نو ويښتانو نري کيږي او ماتيږي. په ټوله ورځ کې ډيرې اوبه څښل ډير اهميت لري خو سهار تر چای د مخه د شیرګرمو اوبو څښل د ويښتانو له ښه والي سره مرسته کوي.
د گردو د ډبرو او مثانې د التهاب مخ نیوي
سهار په نهاره د اوبو څښل د گردو د ډبرو د جوړيدو او د مثانې د التهابي کيدو په مخ نيوي کې ستر نقش لري. د دې چارې دليل په بدن کې د اسیدو رقيق کيدل دي ځکه همدا اسيد د گردې د ډبرې او يا د مثانې د التهاب باعث کيږي. د ډيرو اوبو په څښلو سره په بدن کې د دې ډول ډبرو د جوړيدو مخنيوی کيږي.
د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کول
سهار د اوبو څښکل د بدن دفاعي سیستم پیاوړې کوي او له بدن څخه د زهرجنو موادو په چټک اخراج کې مرسته کوي.
DW (B.S/S.M)
زموږ له آرشيف څخه:
انځورونه: کوم خوراک ژوند اوږدوي؟
سابه بايد د خوراک عمده برخه وي، خو د پخېدو پرمهال ئې بايد ويټامينونه و نه سوځول سي. سابه بايد په غوړو کي ډېر سره نه سي. سابه بايد د سلاتې په شان وخوړل سي.
انځور: Colourbox
سابه (سبزيجات) بايد د خوراک عمده برخه وي
د خوراک او غذا کارپوهان وايي چي سبزيجات بايد د هر انسان د خوراک عمده برخه وي. خو له سبزيجاتو د پخولو په ترڅ کي بايد دې ته پام وسي چي پکښي مهم ويټامينونه او غذايي اجزا يې د زياتي تودوښې او په غوړو کي د سره کولو له کبله ضايع نه سي. کارپوهان وايي چي تر امکان تر حده بايد سبزيجات د بېلګي په توګه د سلاتې په شکل د هر وخت د ډوډۍ سره مله وي.
انځور: NuernbergMesse/Frank Boxler
د مديترانې د طرز خوراک
د مديترانې د طرز خوراک د نوو څېړنو له مخي د انسان ژوند تر پنځو کالو پوري اوږدولای سي. د دغه طرز د خوراک څخه مقصد د سبزيجاتو، کب يا ماهي، د زيتون د تيلو او بيلو وچو ميوو لکه پلۍ، جوز او بادامو دوامداره خورک دی. بيلو څېړنو ښودلې چي د مديترانې د طرز غذا خوړونکي په اوږمهاله توګه ښه دماغي کار کولای سي او تر يوې اندازې يې د دماغ حجم تر نورو زيات وي.
انځور: Colourbox
زيتون او د زيتونو غوړي
زيتون او د زيتونو تيل يا غوړي د اېټاليې په يو شمېر ليري پرتو کليوالو سيمو کي زيات استعمال لري. څېړنو ښودلې چي په دغو سيمو کي د انسانانو عمرونه زيات او روغتيايي وضعه يې د نورو همزولانو په پرتله ډېره بهتره وي. ساينسپوهان وايي چي زيتون حتی د دې لامل کيږي چي د انسان د دماغ خړي حجرې تر زيات وخت پوري خوندي وساتي چي دا په زړښت کي د دماغي ناروغيو مخنيوی کوي او د دماغ وړتيا زیاتوي.
انځور: Colourbox/E. Karandaev
د روغتيا له پاره د کبانو غوړزګي
کبان بعضي داسي غذايي اجزا او په ځان کي داسي غوړزګي لري، چي د انساني روغتيا له پاره زښت مهم دي. دغه اجزا او غوړزګي بېله کبانو په بل شي کي نه موندل کيږي چي له همدې کبله د غذا کارپوهان وايي چي هر انسان بايد د سابه او خوښو تر څنګ خامخا کب هم د خپلي غذا په پلان کي دوامداره شامل ولري.
انځور: picture alliance / dpa Themendienst
پلۍ، بادام، جوز او ملګري يې
د کارپوهانو په آند پلۍ، بادام، جوز او ورته وچه مېوه د انسان د روغتيا او دماغي صحت له پاره ډېر مهم توکي دي. په دې ترڅ کي د بادامو په هکله ويل کيږي چي هم انسان مړوي او هم ډېر مهم غذايي اجزا په ځان کي لري. د غذا کارپوهان وړانديز کوي چي ياد ډول وچه مېوه بايد د هر انسان د خوراک يوه مهمه برخه وي.
انځور: Colourbox
داليات
کارپوهان وايي چي د غوښو خوړل د روغتیا له پاره مهم دي خو هومره زيات نه لکه اکثره انسانان چي يې خوري. له همدې کبله کارپوهان وايي چي زيات وختونه بايد انسانان د خوښو پرځای کب او يا داليات وخوري. کارپوهان وايي چي داليات هم پروټين لري او هم بيل او مهم نور غذايي اجزا چي د انسان بدن ورته اړتيا لري.
د زياتي بورې، مالګي او غوړو په تړاو اکثريت کارپوهان همنظره دي چي د روغتيا له پاره زيانمن دي. په فابريکو کي توليد سوي د چښاک بوره لرونکي مشروبات، په غوړو کي سره سوي څيزونه لکه چپس پټاټې او په همدې ډول د حيوانانو لم او وازده د زياتو کارپوهانو په آند روغتيا ته زيان رسوي. دا په هغه صورت کي چي تر اندازې زیات وخوړل سي. د انسان بدن په ډېره لږه اندازه ورته اړتيا لري.
انځور: Colourbox
زيات حرکت، د ښه صحت او اوږد ژوند ضامن
د ښه صحت او اوږد ژوند له پاره د متوازنې غذا تر څنګ زيات حرکت او سپورټ ډېر مهم بلل کيږي. کوم څوک چي په ورځني ژوند کي کم حرکت کوي، سپورټ نه کوي او يو جانبه غوړ، مالګين او زيات خوږ خوراک کوي، هغه د فشار، شکري، د زړه او ګڼ شمېر نورو ناروغیو سره اکثره وخت مخامخ کيږي. که څوک د کوم سپورټ امکان نه لري نو بايد په پښو زيات تګ وکړي او يا د کور يا بازار زيات جسماني کارونه وکړي چي بدن يې خوله سي.