سهیل شاهین: د طالبانو مرکچي پلاوی قطر ته رسیدلی
۱۳۹۹ شهریور ۱۶, یکشنبه![Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein](https://static.dw.com/image/49775626_800.webp)
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د شنبې په ورځ(د سپټمبر میاشتې ۵ نیټه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل :«زمونږ د مذاکراتي ډلې ټول غړي قطر ته رسیدلي دي.» د شاهین په خبره د یوې کوچنۍ تخنیکي ستونزې تر حلیدو وروسته به خبرې اترې ډیر ژر پیل شي.
مخکې تر دې د طالبانو یوه پلاوي پاکستان ته سفر کړی وو، تر څو د اسلام آباد له حکومت سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په حواله د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانکړي استازي زلمی خلیلزاد د جمعې په ورځ دوحې ته سفر کړی دی. خلیلزاد په شخړه کې له ښکیلو اړخونو(افغان حکومت او طالبانو) غوښتي دي چې له دغه تاریخي چانس څخه په استفادې دې د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي.
د افغان حکومت مرکچې پلاوی لا د شنبې په ورځ هم په کابل کې وو، خو د اونۍ په پیل کې د افغانستان د حکومت یو لوجستیک یا تدارکاتي ټیم دوحې ته رسیدلی وو.
د مصالحې د ملي شورا ویاند فریدون خوځون په خبره حکومتي پلاوی هم خبرو اترو ته اماده دی. نوموړي په خپل لنډ تویتري پيغام کې لیکلي دي: «د بندیانو آزادیدل بشپړ شوي دي. د خبرو اترو د ځنډولو له پاره هیڅ دلیل شتون نه لري.»
د پلان مطابق باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې لا په مارچ میاشت کې پيل شوي وای، خو د جګړې دوام او د بندیانو د آزادولو پر سر اختلافات د دې سبب شول چې د مذاکراتو پیل وځنډیږي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص