1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

په سوات کې د طالبانو د بیا راتګ پر ضد پراخ لاریون شوی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په سوات کې زرګونه کسانو سیمې ته د پاکستاني طالبانو د بیا راتګ او نا امنیو پر خلاف لاریون وکړ. په دې وروستیو کې د دې ایالت په یو شمیر سیمو کې د پاکستاني طالبانو حضور او فعالیت ډیر شوی وو.

Pakistan Proteste in Mingora Khyber Pakhtunkhwa
انځور: AFP

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو د حضور او فعالیت د ډیریدو سره هم مهاله، د خیبر پښتونخوا په سوات کې زرګونه کسان سړکونو ته راووتل او د طالبانو د بیا راتګ پر ضد یې شعارونه ورکول.

دغه لاریون ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین وویل چې د پاکستان حکومت سوات او نورو سیمو ته د طالبانو له بیا راتګ سره موافقه کړې ترڅو په قبایلي سیمو کې یو ځل بیا نا امني خپره کړي.

پښتین د لاریون ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: «اوس چې هر چا معاهده کړې ده، تر شا یې د پوځ مشر باجوه ناست دی او امر ورته کوي. اوس په زور لګیا دي او د سوات حالت خرابوي.»

انځور: Gilaman Wazir

منظور پښتین زیاتوي، چې د پښتنو پر وینو سوداګري روانه ده او نړۍ ته دوی د یوه ترهګر قوم په توګه ورپیژندل کیږي. هغه وویل: «دا ډالري جنګ دی. چې ډالرو ته یې زړه وشي، بیا زموږ سیمو ته جنګ راوړي. جنرالان دې نور زموږ په سیمه کې د جنګ او ترهګرۍ پالیسي بند کړي.»

منظور پښتین د اخطار په توګه وویل چې که په سوات او د خیبرپښتونخوا په نورو سیمو کې د طالبانو بیا راتګ مخنیوی ونه شي، نو پراخ لاریونه به وکړي او د پوځ مرکز به معاصره کړي.

وسلوالو کسانو دوه پاکستاني پولیس وژلي

دغه لاریون داس مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو یا ټي. ټي. پي او د پاکستان د حکومت ترمنځ د مذاکرات چې د افغان طالبانو په منځګړتوب تنظیم شوي، کومه پایله نه لري او داوړو لورو په دې وروستیو کې پر یو بل بریدونو ته شدت ورکړی دی.

په همدې موضوع د پخلاینې په خپرونه کې بحث شوی دی. دلته یې لیدلی شئ:

پخلاینه: آیا د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې فعالیت لري؟

28:52

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب