سودان: د اعدام حکمونه
۱۳۸۶ فروردین ۱۴, سهشنبهسعديه »ادريس فدول« د ١٣٨٥ هجري لمريزکال د سلواغې د مياشتې په څليرويشتمه نېټه د په کاڼوويشتلو يا سنگسار له لارې په اعدامېدو محکومه شوه او امونا »عبدالله دالدوم« د ١٣٨۴ هجري لمريزکال د کب د مياشتې په پنځلسمه نېټه. پرنوموړو باندې د ماناگيل د جنايي محکمې لخوا د زناتورثبوت شو اومجرمې وگڼل شوې.
د بشر د حقوقونړيوالې ټولنې ايمنسټي انټرنيشنل ته د رسېدلوخبرونوله مخې، نوموړو د دعوی په ترڅ کې مدافع وکيل نه درلود اوخپله يې هم د ځان دفاع نشوه کولای، ځکه چې هغوی يوازې په خپلوقومي ژبوپوهېږي، مگر د هغوی پرضد دعوی کې په عربي ژبه خبرې کېدلې، پرته لدې چې نوموړې کوم ژباړونکی ولري. سعديې او امونا تراوسه پورې د تميزغوښتنه نده کړې او هره ورځ د هغوی د اعدامېدو امکان شته.
د اعدام جزا د ژوند د حق خلاف
د سودان د جزاقانون د شريعت پربنسټ ولاړدی. مگر د بشر د حقوقونړيواله ټولنه ايمنسټي انټرنيشنل، پرته لدی چې د يوه دولت ايديولوژيکي يا ديني جوړښت ته پام وکړي، په هرحالت کې د اعدام د جزا مخالفه ده. ځکه چې د اعدام جزا د بشربنسټيزحق، د ژوند حق، ترپښولاندې کوي. دغه حق د بشر د حقوقو په نړيوالې اعلاميې کې تثبيت شويدی.