1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوداګریزې خونې، پاکستان ته د غنمو قاچاق رد کړ

۱۳۹۹ تیر ۲۲, یکشنبه

د افغانستان د کرنې وزارت له افغانستانه په ناقانونه لارو، پاکستان ته د غنمو قاچاق ستره اندېښنه بللې وه. خو ایا اوس دا ستونزه حل شوې؟ له کابله د محمد اسماعيل شاکر رپوټ:

Pakistan LKW-Fahrer
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Gulfam

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هلمند او یوشمېر نورو ولایتونو کې د غنمو کښت رسیدلو سره سم پاکستان ته د غنمو د قاچاق ستونزه خورا جدې وه.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي دویچه ویله ته وویل، هغو ولایتونو کې چې د غنمو کښت رسیدلی او د تولید شویو غنمو د قاچاق ویره وه، د رسمي مکتوبونو له لارې یې اړوندې ادارې خبرې کړي: «د غنمو قاچاق یوه اندېښنه وه خو مونږ ټولو اړوندو ادارو ته مکتوبونه لیږلي، اوس ستونزه حل شوې.»

افغانستان د کال څه باندې ۶ میلیون ټن غنمو ته اړتیا لري. د کرنې وزارت ویاند وویل، سږ کال اټکل دی چې د ټول هېواد په کچه به څه باندې څلور میلیون ټن غنم تولید شي.

دغه هېواد اړ دی چې د خپلې اړتیا وړ څه کم دوه میلیون ټن غنم او اوړه له بهره وارد کړي.

د غنمو د قاچاق ردول

د افغانستان او پاکستان د سوداګری ګډې خونې د کرنې وزارت، دا ادعا رد کړه چې ګواکې له افغانستانه دې غنم قاچاق شي. د دې خونې اجراییوي رییس نقیب الله صافي دویچه ویله ته وویل: «له افغانستان د غنمو د عمومي قاچاق خبره سمه نه ده، ممکن په ځینو سیمو کې په سیمه ییزه کچه او په ډيره کمه اندازه داسې یو څه وي، خو عمومي قاچاق نشته.»

افغانستان د اړتیا وړ ډیره اندازه غنم له ازبکستان او قزاقستان څخه واردوي.

اقتصادي شنونکي وايي، اړوند چارواکي په کور دننه د کرنیزو محصولاتو په مسلکي مدیریت کې پاتې راغلي.

اقتصاد پوه شعیب رحیم دویچه ویله ته وویل، افغانستان کې د غنمو احتکار او له کندز، هلمند او نورو ولایتونو څخه پاکستان ته د غنمو د قاچاق اندېښنه له تېرې څه کم یوې میاشتې مطرح ده: «زه باور نه لرم چې د تیرو دوو میاشتو ستونزه دې په یوه ورځ کې حل شوي وي، قاچاق اوس هم شته او دا ډیره جدي اندېښنه ده.»

ښاغلی رحیم زیاتوي افغانستان د غنمو له اړخه پر خپل ځان د بساینې وړتیا لري، نو ځکه اړینه ده چې اړوند ادارې د هغو ولایتونو څارنه او مدیریت مسلکي کړي چېرې چې غنم ډیر کرل کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل