1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې او اسرائيل تر منځ تازه کشمکشونه

۱۳۹۹ مرداد ۴, شنبه

سوريايي رسنيو خبر ورکړی چې د اسرائيل پوځي چورلکو، جولان غونډيو ته نژدې حمله کړې چې دوه سوريايي پوځيان په کې ټپيان شوي دي. اسرائيل ويلي دي چې ډزې په لومړي سر کې د سوريې له خوا پيل شوې.

Grenzregion zwischen Merom Golan (Israel) und Kuneitra (Syrien) I Golanhöhen I  Quneitra
انځور: Getty Images/M. Mizrahi

د سوريې د حکومتي تلويزيون د رپوټ په حواله، د اسرائيل پوځي هيلي کوپټرو د جمعې په ماښام (د جولای ۲۴مه) د جولان غونډۍ قنیطره سيمې ته څيرمه، حمله وکړه چې دوه سوريايي سرتيري يې ټپيان کړل. اسرائيل هم د دغو کشمکشونو پيښيدل تائيد کړي، خو د ځای او و خت په اړه يې څه نه دي ويلي.

د اسرائيل پوځ په يوه ټويټري پيغام کې ويلي دي چې ډزې په لومړي سر کې سوريې پيل کړې چې د اسرائيل پوځ يې پر وړاندې غبرګون وښود.

د اسرائيل پوځ له خوا په دغه پيغام کې راغلي: «موږ د سوريې رژيم مسئول ګڼو او د اسرائيل قلمرو پر وړاندې هر ډول تحرک ته ځواب ورکوو.»

د اسرائيل پوځ د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۲۳مه) د اسرائيل په شمال کې د خپلو ميشتو ځواکونو د لا تقويې له پاره نور ځواکونه واستول. د اسرائيلي رسنيو په حواله، دغه اقدام د لبنان د حزب الله ډلې پورې اړوند، د منار تلويزيون د يو رپوټ په غبرګون کې ترسره کيږي. په رپوټ کې راغلي وو چې پر سوريه د اسرائيلو په توغنديز بريد کې د حزب الله ډلې يو لوړپوړی غړی وژل شوی دی.

ويل کيږي چې دغه کس علي کمال محسن نوميده چې حزب الله يې د غچ اخیستو ګواښ کړی وو.

داسې هم ويل کيږي چې علي کمال د دمشق په سويل کې د اسرائيل د دوشنبې شپې په هوايي حمله کې وژل شوی وو.

د لبنان حزب الله ډله د لبنان په سويل کې فعال حضور لري.

دويچه ويله ف/م.ن.ص./م.ک.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب