1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه؛ د روسیې جنگي الوتکو امریکایي ډرون ته مزاحمت کړی

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

د امریکا د پوځ په وینا د سوريې په شمال لوېديځ کي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي دوه واري د روسيې جیټ الوتکو په خطرناک ډول امریکايي ډرون ته نژدې الوتني کړي دي.

د امریکا هوايي ځواک او روسي جنګي الوتکو په دوو ورځو کې د دویم ځل لپاره په سوریه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې ځورولې
انځور: U.S. Air Force/AP/picture alliance

د امریکا د مرکزي فضايي قومندانۍ مشر ډګرمن جنرال الیکس ګرینکیوچ وايي، دغه پېښه د جمعې په شپه د سوريې په شمال لوېدیځ کي په سیمه ایز وخت د سهار پر نهه نیمي بجې رامنځته سوه.

د ده په خبره، «روسي الوتکو د بې پیلوټه الوتکي مخامخ اورونه پاشلې او په داسي خطرناک ډول يې الوتنه کړې، چي په دې سره يې ټولي الوتکي بېرولي دي.»

اړوند: د سوریې په شمال ختيځ کې د امريکايي پوځ کم ساري عمليات

د امریکا د مرکزي فضايي قومندانۍ ویاند کرنل اینډریوز وايي: «د امریکايي ایم کیو-۹ ډرون ته د روسي ایس یو۳۴ او ایس یو ۳۵ دومره نژدې الوتني او د اورونو پاشل، د روسي الوتکو دغه ځورونکي حالت یو ساعت دوام درلود.»

زموږ فېسبوک پاڼه

نوموړي زیاته کړې «دا یو ناڅاپه یا بېړنۍ پېښه نه وه، بلکي دا یو ډېر غیري مسلکي چلند و.»

له دې پيښي څخه یوه ورځ ترمخه یعني په چهارشنبه هم روسي جیټ الوتکو سهار مهال نژدې لس نیمي بجې یو امریکايي ډرون ځورولی و. د امریکا مرکزي قومندانۍ د چهارشنبې او پنجشنبې د پيښو ویډیوګاني خپرې کړي دي.

اړوند: په سوریه کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې ۲۲ امریکايي عسکر ټپیان شوي

د چهارشنبې ورځي په ویډیو کي معلومیږي، چي یوه روسۍ ایس یو ۳۵ جنګي الوتکه د ریپري ډرون ایم کیو-۹ سره نژدې الوتنه کوي، دا په داسي حال کي ده چي یو بل روسی پيلوټ د دې پر مخامخ خپله الوتکه ترسره کوي. 

انځور: U.S. Air Force/AP/picture alliance

ګرینکیوچ د لومړۍ پيښي په اړه وايي: «یو روسي پيلوټ خپله الوتکه د ایم کیو -۹ الوتکي مخ ته ځای پرځای کړه او  وروسته يې اورونه وپاشل، چي د پیلوټ څخه يې د سم چلولو وړتیا ټکنۍ کړه.»

له روسيې غوښتنه سوې، چي له« بې پروايي» څخه ډډه وکړي

جنرال الیکس ګرینکویچ د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کي وویل: «موږ په سوریه کي له روسي ځواکونو غواړو چي له دغسي بې پروايي څخه لاس واخلي او داسي چلند وکړي، لکه د یومسلکي هوايي ځواک څخه، چي هیله کیږي.»

زموږ یوټیوب پاڼه

اوسمهال په سوریه کي امریکايي او روسي دواړه ځواکونه موجود دي. امریکا په سوریه کي د داعش پر ضد په وسله واله جګړه کوي، دا په داسي حال کي ده چي روسیه بیا د ولسمشر بشرالاسد له کلکو ملګرو څخه ګڼل کیږي.

دا پېښه وروسته له هغه رامنځته کیږي، چي ۴ میاشتي ترمخه د توري بحیري پر سر یوې روسۍ جیټ الوتکي پر یوې امریکايي بې پيلوټه ام کیو-۹ الوتکي مايع مواد وشندل چې په نتيجه کي يې الوتکه په توره بحيره کي ولوېده.

زموږ له ارشیف څخه: 

لویدیځ د سوریې په موضوع کې د روسیې په اړه څه کوي؟

09:04

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب