د فرانسې خبري آژانس له بېروت څخه ليکي چې دغه برید د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۱مه شوی چې پړه ېې پر داعش وراچول شوې ده.
د سورېې د بشر حقونو څخه د څار سازمان چې مقر ېې په لندن کې دی وويل چې د «اسلامي دولت» په نوم ډلې یا داعش «د یکشنبې په ورځ د حمص په ختيځه څنډه پلمیرا کې پر شاوخوا ۷۵ کسانو چې د مرغيړيو پر راټولو بوخت ول برید کړی دی.»
د سورېې پر سرحدي پوستو د ترکېې بمبارۍ؛ ۱۷ کسان وژل شوي
سرچېنې زیاته کړې چې په دغه برید کې د ېوې ښځې په ګډون ۱۰ ملکيان او د (سوريايي) رژيم یو افسر وژل شوي او پاتې نورو کسان لادرکه دي.
د یو بل خبر له مخې د نيجر دفاع وزارت وايي چې د دغه هیواد په جنوب غرب او د مالي سرحد ته نژدې سيمه کې د ېوې شکمنې «وسلوالې تروریستي» ډلې په کمين کې ېې لږ تر لږه لس سرتيري وژل شوي دي.
د نیجر په دښته کې په لسونو مهاجر له تندي مړه شوي
د نیجر دفاع وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې کېدای شي د جمعې ورځې برید د تلفاتو شمیر نور هم لوړ شي، ځکه ۱۶ عسکر لا هم لادرکه دي. په دغه پېښه کې ۱۳ نور عسکر ټپيان شوي هم دي. اعلاميه وايي دغه عسکر پر ګزمه بوخت ول چې د یوې وسلوالې تروریستي ډلې چې اشاره ېې جهادي ډلو ته وه، پر کمين واوښتل. په اعلاميه کې ادعا شوې چې د نښتې په جریان کې یو شمیر حمله کونکي هم وژل شوي، خو د هغو شمیر ېې نه دی ښودلی.
بورکینا فاسو: په یوه حمله کي ۱۱ کسان وژل سوي دي
دغه حمله د نیجر په پراخې غربي سیمې تيلابري کې واقع شوې چې د بورکينا فاسو او مالي سرحدونو ته نژدې پرته ده. یاد دوه هیوادونه له ۲۰۱۷م کال راهیسې د القاعده او داعش ډلې پورې اړوندو وسلوالو ډلو د پر له پسې بریدونو شاهد پاته شوي دي.
آ/م.ک.ص./ا.ا.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
په ۲۰۱۹ م کال کې له ترهګرۍ څخه لس تر ټولو ډیر اغیزمن شوی هیوادونه
د «ګوبل تیروریزم انډیکس» یا د ترهګرۍ نړیوال شاخص د ۲۰۱۹م کال د رپوټ په اساس، افغانستان په ټوله نړۍ کې د ډیرو ترهګریزو بریدونو او تلفاتو له کبله، له ترهګرۍ څخه د اغیزمنو شویو هیوادونو د نوملړ په سر کې ځای نیولی دی.
انځور: Reuters/E. Suافغانستان سږ کال له ترهګرۍ څخه د اغیزمنو شویو هیوادونو د فهرست په سر کې ځای نیولی. په ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان کې ۱۴۴۳ ترهګریزې پيښې شوې وې چې په ترڅ کې یي ۷۳۷۹ تنه وژل شوي او شپږنیم زره ټپیان شوي وو. ۸۳ سلنه تلفات د طالبانو د بریدونو په پایله کې رامنځته شوي دي. طالبانو، پولیس، عام خلک او حکومتي ادارې په نښه کړي. د داعش فعالیتونه هم زیات وو. د ترهګرۍ په نړیوال شاخص کې د افغانستان نمرې ۹،۶۰ وې.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiعراق په پرله پسې ډول ۱۳ کلونه د دې نوملړ په سر کې ځای درلود، خو اوس دویم نمبر ته را ټيټ شوی دی. د (Global Terrorism index (GTI) په حواله په ۲۰۱۸م کال کې په دغه هیواد کې د ترهګرۍ ۱۱۳۱ پيښې رامنځته شوي چې تر هغې د یوه کال مخکې په پرتله ۵۷ سلنه کموالی ښیې. د تیر کال په نسبت ۷۵ سلنه تلفات کم شوي دي. په دې هیواد کې داعش تر ټولو ډیر ترهګریز بریدونه کړي دي. د عراق GTI نمرې ۹،۲۴ وې.
انځور: picture-alliance/APنایجیر په دې فهرست کې له ۸،۵۹ نمرو سره په دریم مقام کې ځای نیولی دی. په دې هیواد کې ۵۶۲ ترهګریز بریدونه شوي چې تر ۲۰۰۰ ډیر کسان په کې وژل شوي او ۷۷۲ تنه ټپیان شوي دي. له ۲۰۰۱م کال راپه دیخوا تر اوسه پورې په دغه هیواد کې له ۲۲ زرو ډیر کسان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي.
انځور: Reuters/Stringerد GTD د شاخص په اساس سوریه له ۸،۰ نمرو سره په څلورم مقام کې ځای نیولی. د دې هیواد په ترهګریزو بریدونو کې تر ټولو ډیر داعش، حیات تحریر الشام او د کردستان کارګر ګوند سخت دریځه ښکیل وو. په ۲۰۱۸ م کال کې په دې هیواد کې د ترهګرۍ ۱۳۱ پیښو کې ۶۶۲ تنه وژل شوي او تر ۷۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.
انځور: Getty Images/AFPپاکستان په دې نوملړ کې په پنځم مقام کې ځای نیولی دی. په دې هیواد کې تیر کال د ترهګرۍ ۳۶۶ پيښو کې ۵۳۷ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډیر ټپیان شوي دي. تیر کال د ترهګرۍ تر ټولو ډیرې پيښې د داعش خراسان څانګې او د پاکستان تحریک طالبان له خوا شوې وې. د دغه رپوټ پر بنسټ په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله د تلفاتو شمیر د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۸۱ سلنه کم وو.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassanپه دې هیواد کې الشباب ډلې تر ۹۰ سلنه د ډیرو بریدونو مسئولیت منلی دی. په دې هیواد کې د ترهګرۍ ۲۸۶ پيښې ثبت شوي چې په ترڅ کې یې ۶۴۶ تنه وژل شوي دي. د GTD په شاخص کې د سومالیې نمرې ۷،۸ وې.
انځور: picture alliance/dpa/AAS. Mohamedپه سږني شاخص کې هند له ۸ څخه ۷ مقام ته پورته شوی دی. په نږدې اووه نیم سوه ترهګریزو پيښو کې ۳۵۰ تنه وژل شوي او ۵۴۰ تنه ټپیان شوي دي. په دې هیواد کې تر ټولو ډیر ترهګریز بریدونه ماو پلوه یاغیانو کړي دي. په ۲۰۱۸م کال کې په کشمیر کې د ۳۲۱ پيښو په ترڅ کې ۱۲۳ تنه وژل شوي دي. په کشمیر کې ترهګریز بریدونه حزب المجاهدین، جیش محمد او لشکر طیبه کړي دي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamپه یمن کې د سعودي په رهبرۍ د حوثي یاغیانو پر وړاندې د روانې جګړې سربیره دغه هیواد له ترهګریزو بریدونو سره هم مخامخ دی. په مجموع کې په ۲۲۷ پيښو کې ۳۰۱ تنه وژل شوي دي. د ترهګرۍ په دې پیښو کې د حوثي یاغیانو سربیره د AQAP په نوم د القاعدې څانګه هم ښکیله وه. خو د ۲۰۱۵م کال په پرتله په یمن کې د ترهګریزو پیښو پر مهال د وژل شویو کسانو په شمیر کې ۸۱ سلنه کموالی رامنځته شوی دی.
انځور: Reuters/F. Salmanپه ۲۰۱۸ م کال کې په دې هیواد کې د ترهګرۍ ۴۲۴ پيښې ثبت شوي چې نږدې ۳۰۰ تنه په کې وژل شوي. له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر اوسه پورې په فلپين کې تر ۳۰۰۰ ډیر انسانان وژل شوي دي. په روان کال کې د ترهګرۍ په نړیوال شاخص یا GTD کې د فلپين نمرې ۷،۱۴ وې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Favilaدې هیواد د ترهګرۍ په نړیوال شاخص کې په لسم مقام کې ځای نیولی. په کانګو جمهوریت کې د الایډ ډیموکراتیک فورسز یا د متحد دیموکراتیک ځواکونو او نورو ترهګریزو ډلو په بریدونو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی. د دغو ډلو په بریدونو کې زیاتره عام خلک په نښه شوي دي.
انځور: DW/J. Kanyunyu