سوریايي مهاجرو سره ښایي د کورنیو ۵۰ زره غړي یو ځای سي
۱۳۹۵ خرداد ۱۹, چهارشنبهاعلان
دغه اټکل د آلمان د مهاجرينو او کډوالو فدرالي ادارې (BAMF) د ۲۰۱۵ م کال په خپل کلني رپوټ کي کړی دی، چی د آلمانۍ ورځپاڼي «زوید دویچه څایتونگ» ته د چهارشنبې په ورځ وړاندې شوی دی.
ددغي ادارې د معلوماتو پراساس په ۲۰۱۵ م کال کې آلمان ته ۴۲۸۰۰۰ سوریايي مهاجرین راغلي دي او د سږکال په لومړیو پنځو میاشتو کي بیا ۷۲۰۰۰ تنه. د هغه مطابق د څه ناڅه ۵۰۰۰۰۰ نورو سوریايي مهاجرو د راتگ اټکل کیږي.
څرنگه چي د پناه غوښتني د نوو مقرراتو پر اساس دلته قبول سوي مهاجر تر دوو کلونو پوري نه سي کولای خپل خپلوان راولي، نو ځکه د ډیرو کسانو د راتگ امکان هم نه سته. دا د مهاجرينو او کډوالو فدرالي ادارې د پخوانیو اټکلونو خلاف پرمختگ دی، چي ویلي یې ول د کورنیو د یوځای کیدو په چوکاټ کي به آلمان ته د هغوی درې او یا څلور برابره خپلوان راسي.