1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

سوریه:د پولیسو پراکیډمۍ په برید کي تر ۱۰۰ډېر کسان وژل سوي دي

۱۴۰۲ مهر ۱۴, جمعه

د سوريې د پوځ په وینا د برید تر شا د «د وسله والو ترهګرو» لاس دی، چي پکښي تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل سوي دي او نژدې یونیم سل نور ټپيان دي، برید د فراغت غونډي پرمهال سوی دی.

Syrien I Rauch über Qamishli
انځور: Orhan Qereman/REUTERS

د سوريې په حمص ولایت کي د پنجشنبې په ورځ پر یوې پوځي اکاډمۍ په ښکاره ډرون برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل سوي دي. د سوريې د دفاع وزارت د خبرپاڼي له مخي په وژل سویو کسانو کي عام خلک هم سته. حکومت ادعا کوي چي د دې پیښي ترشا ترهګره ډله ده.

په بريتاينا کي په سوريه کي د بشري حقونو د څار اداره وايي چي په دې برید کي نژدې ۱۱۶ کسان وژل سوي دي چي ۳۰ ولسي وګړي هم پکښي شامل دي.

د سوريې د روغتیا وزارت په لومړیو کي د وژل سویو کسانو شمېر ۸۱ او د ټپیانو شمېر ۲۳۹ یاد کړی و، خو وزارت ویلي ول چي دا کره شمیره نه ده ښايي بدلون وکړي. وروسته په دغه هیواد کي د بشري حقونو کمېسیون پر خواله رسنیو په یو پوسټ کي ومنله، چي په دې برید کي ۱۱۶کسان وژل سوي دي.

په وژل سویو کسانو کي څو ښځي او کوچنیان هم شامل دي.

د سوريې يوه «ملکه» اوس په آلمان کي اشپزه ده

02:11

This browser does not support the video element.

د سوريې د دفاع او باندنیو چارو وزارتونو په خبرپاڼو کي دې پيښي ته «په بشپړ ځواک سره د ځواب ورکولو» هوډ څرګند سوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتیو ګوتریش ویاند ستېفن دوجارک وايي، سرمنشي د ډرون دغه برید او په ځواب کي يې درنو ډزو «ډېر اندېښمن» کړی دی.

د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن وايي: «د نن ورځي زړه بوږونکي صحنې دا وښودله، چي ډېر ژر دي په ټول هیواد کي اوربند ټینګ او د امنیت شورا په نوملړ کي له تروریسټي ډلو ټپلو سره د مبارزې له پاره د همکارۍ اړتیا یوار بیا راتازه کوي.»

د برید اړوند نور جزییات څه دي؟

د سورې د دولتي خبري اژانس سانا د خبر له مخي پوځ وايي: «وسله والو ترهګرو ډلو د فراغت غونډي پر مهال د پوځي ا کاډمۍ افسران په نخښه کړل.»

پوځ دا هم ویلي دي چي په برید کي له بې پیلوټه الوتکي څخه کار اخیستل سوی دی.

د سوريې په زندانونو کي د ښځو د شکنجو کيسه

04:34

This browser does not support the video element.

تراوسه پوري کومي ډلي یا کوم چا د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، یوازي د جګړې د څار ادارې په اشارې سره ویلي دي چي ډېر امکان لري چي په دې برید کي دي اسلامي ډله «تحریرالشام» یا هم تش په نامه د «اسلامي دولت» ډله شامله وي.

یوتن، چي د یادي غونډي په سمبالښت بوخت و رویترز خبري اژانس ته ویلي دي: «د غونډي له پای ته رسیدو وروسته چي خلک لاندي انګړ ته کښته سول لویه چاودنه وسوه، ماته نه معلومیږي چي دا پېښه څنګه وسوه، خو ټول انګړ جسدونو پر سر اخیستی و.»

انځور: Markus Schreiber/picture alliance/AP/dpa

د سوريې د پوځ جنرال کمان دا یوه «بېغرته» حمله وګڼله او په «بشپړځواک سره د ځواب ورکولو» هوډ يې څرګند کړ.

له ۲۰۱۷م کال راهیسي حمص ښار د بشرالاسد په مشرۍ حکومت په کنټرول کي دی. په سوریه کي له ۲۰۱۱م کال راهیسي هغه مهال چي د ولسمشر بشرالاسد له خوا د جمهوریت غوښتونکو پر سوله ایزو لاریونونو باندي له تاوتریخوالي څخه وروسته کورنۍ جګړه پیل سوه.

تراوسه په دغه کورنۍ جګړه کي تر پنځه سوه زره ډېر کسان وژل سوي، نژدې ۶.۸ میليونه کسان په هيواد کي دننه بې کوره او د دې ترڅنګ شپږ میليونه نور سوریایان باندنیو هیوادونو ته کډوال سوي دي.

زموږ له ارشیف څخه: 

د سوریایي نجونو ورک شوی ماشومتوب

02:44

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب