«سوریه کې د داعش ۳۰۰۰ غړي تسلیم شوي»
۱۳۹۷ اسفند ۲۲, چهارشنبهد خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په اصطلاح د «اسلامي دولت» ډلې شا او خوا ۳۰۰۰ غړو په سوریه کې خپل وروستی پټنځای پریښی، څو د کردانو په مشرۍ ځواکونو ته تسلیم شي.
د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اس ډي اف) ویاند مصطفی بالي، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۱۲مه) ویلي دي: «د داعش غړو شمیر چې د تیر ماښام راهیسې موږ ته تسلیم شوي دي ۳۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی.»
د سه شنبې په ورځ د سوریي دیموکراتیک ځواکونو په مؤقتي ډول د داعش تر ولکې لاندې باغوز باندې بریدونه ودرول، څو خلکو ته د دغې سیمې د پریښودو اجازه ورکړل شي او دوی ته ځانونه وسپاري. دغه سیمه د سوریې په ختیځ کې موقعیت لري.
د سوریې دیموکراتیک ځواکونه چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د یوه نړیوال ائتلاف له ملاتړ څخه برخمن دي، د یکشنبې له ورځې راهیسې پر باغوز بمباري کوي.
یوه قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ځواکونه پر دغه سیمي باندې د یرغل له پاره چمتووالی نیسي. د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ائتلاف ویلي دي چې داسې باور کیږي چې د داعش یوازې «څو سوه جنګیالي» په دغه ځای کې پټ وي.
د سوریي دیموکراتیک ځواکونو څو وارې پر باغوز باندې خپله حمله ځنډولې ده، ځکه چې ویل کیږي ډیر شمیر ملکیان چې زیاتره یې د داعشیانو میرمنې او ماشومان دي لا هم په باغوز کې دي.
لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د تیر کال د دسمبر میاشتې راهیسې شا او خوا ۶۰۰۰۰ کسان له باغوز څخه راوتلي دي. داسې اټکل کیږي چې لس سلنه یي د داعش جنګیالي اوسي.
ویل کیږي چې د باغوز د باندې د داعش جنګیاليو د دغه هیواد په لیرې پرتو سیمو کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړې ده.
په ۲۰۱۴م کال کې دغې تندلارې ډلې د سوریې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې له رامنځ ته شوي ګډوډۍ څخه ګټه واخیسته او په سوریه او همداشان د هغې په ګاونډي هیواد عراق کې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې. دغې ډلې بیا تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې په خپل سر د «خلافت» د جوړولو اعلان وکړ.